د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۳۲

اردوغان: سوریه کې د ادلب خوندي سیمه تقریباً له‌منځه تللې


د سوریې ادلب سیمه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، د سوریې په ادلب ولایت کې د امن سیمه د بشار اسد حکومت د سختو پوځي بریدونو له کبله تقریباً له‌منځه تللې ده.

ښاغلي اردوغان د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وږې ۱۲» په پلازمېنه انقره کې په یوه خبري غونډه کې وویل، په سیمه کې له ټولو لورو سره په اړیکه کې دی څو د ادلب وضعیت ته د حل لاره ومومي.

د ترکیې ولسمشر وویل: "نه‌شي کولای په دې موضوع چپ پاتې شي او پرېږدي چې ادلب هم د حلب په برخلیک اخته شي او سقوط وکړي."

په ادلب کې دا خوندي سیمه د ترکیې د ولسمشر په وړاندیز د هغو سوریايي وګړو لپاره چې له جګړې تښتي، رامنځته شوې وه.

ادلب د سوریې په شمال لوېدیځ کې پروت دی او د دې هېواد یوازنۍ برخه ده چې له اته کلنې جګړې وروسته لا هم د بشاراسد د رژیم د مخالفانو په لاس کې ده.

په دې سیمه کې یو لنډمهاله اوربند له درې ورځو وروسته ځکه مات شو چې د سوریې پوځ چې روسیه‌یې ملاتړ کوي، هلته بریدونه پیل کړل او یاغیان‌یې چې ترکیه‌یې د ځینو ملاتړ کوي، تر یو حده په شا کړل.

ترکیې، روسیې او ایران په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په ادلب کې د امن سیمې رامنځته کولو یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ، ترڅو دغلته جګړې راکمې شي، خو د دې توافق شرایط هېڅکله په ډاګه نه‌شول.

XS
SM
MD
LG