د افغانستان دفاع وزارت په نږدې راتلونکي کې د دغه هېواد په امنیتي وضعیت کې د لوی بدلون خبره کوي.
دغه وزارت په یو شمېر ولایتونو کې د پراخو تهاجمي عملیاتو د پیل خبره کوي.
د دغه وزارت چارواکي په یو شمېر شمالي ولایتونو کې د افغان ځواکونو عملیاتو ته په اشارې وایي چې ډېر ژر به په ټولو هغو سیمو کې عملیات پیل کړي چې د وسلهوالو طالبانو تر ګواښ لاندې دي او له دغو سیمو به خلکو ته ښه زېری ولري.
د دفاع وزارت مسؤلین که څه هم د دغو عملیاتو په اړه ډېر جزئیات نهورکوي، خو وایي دا مهالیې په بلخ او کندز ولایتونو کې عملیات په بریالیتوب روان دي او وسلهوالو مخالفینو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان تېر ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې د هېواد په امنیتي وضعیت کې د نویو پرمختګونو ډاډ ورکړ.
ښاغلی امان زیاتوي: "هممهاله زموږ امنیتي ځواکونه په تخار او سرپل او هم به ډېر ژر په بدخشان کې عملیات ترسره کړي. له طالبانو څخه د کران و منجان ولسوالۍ د نیولو عملیاتي پلان بشپړ شوی، ډېر ژر به عملي شي. زموږ عملیات دوام کوي، لا ډېرېږي. زموږ خلکو ته ډاډ ورکوم چې په ډېرو نږدې وختونو کې به د هېواد په امنیتي وضعیت کې د لویو بدلونونو شاهد وي."
ښاغلي امان ازادي راډیو ته وویل چې اوسمهال یې ځکه د عملیاتو تمرکز پر بلخ ولایت دی چې وسلهوالو طالبانو له نورو ولایتونو لکه فاریاب او سرپل څخه بلخ ته مخه کړې او د دغه ولایت د څو ولسوالیو د نیولو نیتیې درلود، خو د نوموړي په خبره اوس دا ګواښ نهشته.
یوازې شمال نه، بلکې د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وایي په هرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه هېواد له ۱۲ تر ۱۵ ولایتونو کې ځمکني او هوایي عملیات لري او ورسره وسلهوالو مخالفینو ته د درنو تلفاتو ادعا کوي، خو وسلهوالو طالبانو تر ډېره دوی ته د اوښتو تلفاتو ادعاوې رد کړې دي.
دا خبرې داسې مهال کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازي دا مهال د سولې مذاکراتو په نهم او حساس پړاو کې دي. دواړه لوري تمه لري چې یوه احتمالي توافق ته به ورسېږي. یوه له دغو مهمو پرېکړو به له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو مهالوېش وي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په تازه څرګندونو کې چې د دوشنبې په ورځیې په فرانسه کې د «جي اووه» سرمشریزې په څنډو کې د افغانستان د سولې مذاکراتو په اړه کړي، ویلي دي له طالبانو سره د سولې توافق ته د رسېدو لپاره "زماني مهالوېش نهشته."
ښاغلی ټرمپ وايي: "مهالوېش یا هر څهیې چې بولۍ نهشته. بېړه نهده. موږ دا جګړه په ډېر کم وخت کې ګټلی شو، خو زه نهغواړم چې ۱۰ میلیونه کسان ووژل شي. موږ له طالبانو، افغان حکومت او نورو خلکو سره کار کوو او وبه ګورو چې څه کېږي."
د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د جګړو په دوام سره نهغواړي ۱۰ میلیونه افغانان ووژل شي.
افغان حکومت هم پر داسې سولې ټینګار کوي چې د دوی په خبره په اوږد مهال کې د هېواد لپاره ګټور واوسي.