د هلمند دیني عالمانو ته کمپیوټر او انګلیسي ژبه ور زده کول کېږي.
که څه د دې کار لپاره حکومت پیسې ورکوي، خو یوه شخصي موسسه يې پرمخ وړي.
دیني عالمان وايي، له دې لارې به له کمپیوټر او انګلیسي ژبې سره بلد شي.
د هلمند چارواکي هیله ښيې چي له انټرنټ او پرمختللې نړۍ سره د دیني عالمانو نښلول به په دیني او مذهبې برخو کي سوی تفاهمات لېري کړي.
په دې اړه نور تفصیل د الیاس داعي په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ: