د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۳۴

ډونالد توسک: د سترو صنعتي هېوادونو غونډې ته د روسیې د نه بللو دلایل په ځای دي


د اروپايي شورا مشر ډونالد توسک

د اروپايي شورا مشر د امریکا د متحدو ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ دا وړاندیز رد کړ چې روسیه دې بیا د اوو سترو صنعتي هېوادونو لېست ته ور وبلله شي.

ډونالد ټوسک پرون د اګست په څلرویشتمه په فرانسه کې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو په غونډه کې وویل چې اوس د پخوا په پرتله د دې لپاره چې روسیه له دې ډلې وتلې وي، زیات دلایل موجود دي.

روسیه په ۲۰۱۴ میلادي کال کې چې په غیر قانوني ډول یې د کريمیا ټاپووزمه له اوکراینه جلا او له ځان سره الحاق کړه، له دې ډلې چې هغه وخت د نړۍ د اتو سترو صنعتي هېوادونو ګروپ بلل کېدله، وایستل شوه.

روسیې د کریمیاله اشغال سره سم د اوکراین په ختيځ کې د هغو بېلتون غوښتونکو ملاتړ پیل کړ چې د اوکراین د حکومت پر ضد جنګېدل.

له هغه راهیسې تر ۱۳ زره زیات اوکراینیان په جګړه کې ووژل شول.

ډونالد ټوسک وویل چې یو کال مخکې کله چې ولسمشر ټرمپ وړاندیز وکړ چې روسیې دې په دې ډله کې ګډون ته را وبلله شي، په زغرده یې وویل چې د روسیې له لوري د کریمیا اشغال قسماً د توجیه وړ و، خو دوی په هېڅ شرط له دې منطق سره موافقه نه شي کولی.

ډونالد توسک وایي: کله چې د دې اټکل بحث کېږي چې روسیه به مېز ته را بولو ، زه غواړم ووایم چې لومړی هغه دلایل لا هم سم دي چې روسیه یې له مخې شړل شوې وه، بله خبره چې ډېره مهمه ده، دا ده چې نوي دلایل شته لکه په ازاف سمندرګي کې د روسیې نوي تحریک امېزه کارونه.

د توسک اشاره د روسیې له لوري په ازوف یا ازاف سمندرګي کې کریمیا ته نږدې په غیر قانوني ډول د اوکرایني ماڼوګانو او بېړیو نیولو ته وه.

د اروپايي شورا مشر وویل چې د روسیې پر بیا غړیتوب د خبرو پر ځای به غوره وي چې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو بلې غونډې ته د اوکراین جمهور رئیس ور وبلل شي.

د جرمني، فرانسې او بریتانیې حکومتونو هم د دې اوونۍ په پیل کې د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو ډلې ته د روسیې د بیا ګډون له نظر سره مخالفت وکړ.

د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو د غونډې د بحث اساسي ټکي د سترو صنعتي هېوادونو ډلې ته د روسیې د بیا ور ګډېدلو لپاره د ډونالد ټرمپ وړانديز او د ایران اټمي پروګرام دي.

XS
SM
MD
LG