د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

ویسا: انتخابات په کوم صورت کې ممکن دي او پایلې به یې څه وي؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د افغان سولې مسئلې او راتلونکو ټاکنو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

ویسا:

د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، انتخابات په کوم صورت کې ممکن دي او پایلې به یې څه وي؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، سره له دې چې د سولې او انتخاباتو مسئلې دواړه د جدي واقیعتونو پر ځای ډارمو ته ورته دي، خو په وینا یې چې د انتخاباتو مسئله ډېره ښکاره په بد لوري روانه ده.

د سرمقالې لېکوال د ولسمشر غني وروستیو خبرو ته اشاره کړې چې ویلي یې دي، دده په راتلونکې دوره کې به اجرائیه ریاست نه وي.

خو د سرمقالې د لیکوال په باور، که چېرې په روانو شرایطو کې انتخابات ترسره شي، پایلې به چلنج شي او بالاخره به د امریکا په مداخله د ۲۰۱۴ کال د انتخاباتو سناریو داسې تکرار شي چې دوه سره نه بلکې لس سره او یا تر هغو هم په زیاتو لوریو وېشلی حکومت رامنځته شي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، له دې حالاتو د ژغورنې یوازنۍ لاره دا ده چې ولس مو یو داسې محور پیدا کړي چې د پردیو اجنډاو پرځای نظام د ملي ګټو او غوښتنو په لور راوګرځوي او امریکا به مجبوېږي چې د سولې بهیر ښه پرمخ یوسي.

هېواد:

هېواد ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي، ولسمشریزو ټاکنو ته پوره تیاری نیول شوی دی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، افغان حکومت او ولس دې ټاکنو ته لېواله دي او مدني ټولنې او بېلابېل بنسټونه له ټاکنو پرته بله لاره غوره نه ګڼي.

د سرمقالې لیکوال لیکي، افغان حکومت به د ولس په ملاتړ د ټاکنو په مخ کې ټول خنډونه له منځه وړي او نه غواړي چې په بېلابېلو پلمو هېواد بېرته پرشاتګ ته اړ شي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې بیا د سولې د خبرو اترو د نهم پړاو په تړاو لیکنه کړې ده.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي، مذاکرې پرون د ماښام تر لمانځه وروسته پیل شوې او تر نیمې شپې غونډه شوې ده.

ورځپاڼې همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ښایي په کابل کې د افغان حکومت له مشرتابه سره سلا مشورې وکړي او د افغانانو خپلمنځي ناستو لپاره پوره چمتووالي ته به یې وهڅوي.

ماندګار:

ماندګار ورځپاڼې بیا په کابل کې د شهر دُبۍ په نوم د ودونو په تالار کې د خونړۍ چاودنې په تړاو لیکلنه کړې ده.

د سرمقالې لیکوال په اوسني حکومت او ولسمشر غني تند انتقادونه کړي چې د ترورېستي ډلو د حملو په مخنیوي کې پاتې راغلی او هره ورځ افغانان قرباني کېږي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، افغانستان دامهال له یو کړکېچن وضعيت سره مخ دی او د دې حالت دوام د هېڅ افغان لپاره د منلو نه دی.

XS
SM
MD
LG