د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

د روسیې د مظاهرو ضد پولیسو پرون ګڼ شمېر لاریون کوونکي نیولي


په روسیه کې د مظاهرو ضد پولیسو پرون د اګست په لسمه ګڼ شمېر سوله ییز لاریون کوونکي نیولي دي.

د رپوټونو پر اساس، د روسیې پولیسو د مسکو په مرکزي سیمو کې د اپوزېسیون د پلویانو پر لاریون چې زرګونه کسانو ګډون په کې کړی و، د خلکو د نیولو لپاره عملیات کړي دي.

لاریون کوونکو غوښتنه کوله چې د اپوزېسیون پلویانو کاندیدانو ته دې اجازه ورکړای شي چې د مسکو د ۴۵ کسیزې ښاري شورا په ټاکنو کې ګډون وکړي.

په مسکو کې پرون د جمهوري ریاست د تاسیساتو ترڅنګ ډېر زیات پولیس ځای پرځای شوي وو.

په روسیه کې د سیاسي فعالیتونو د څارنې یوې خپلواکې ادارې اوفد انفو ویلي چې په مسکو کې پرون پولیسو لږترلږه ۱۷۸ کسان نیولي دي.

د مسکو پولیسو ویلي چې ۱۳۶ تنه د بېلابېلو سرغړونو په تور په غیر مجاز لاریون کې د ګډون پرمهال نیول شوي دي.

د ازادې اروپا او ازادي راډیو او د امریکا غږ د روسي ژبې د ګډو ټلوېزیوني خپرونو کرنټ ټایم خبریال ته یوه سړي چې د مسکو پولیسو نیولی و، پرون وویلي چې پیاده روان و او پولیسو نیولی دی.

چارواکو مخکې له مخکې خلکو ته خبرداری ورکړی و چې پر سوله ییزو حرکتونو د جنايي جریمې د لګېدو امکان شته.

د روسیې په نورو ښارونو کې هم پولیسو سوله ییز لاریون کوونکي نیولي دي.

د رپوټونو په حواله، په سنټ پټرزس بورګ کې ۸۶ تنه نیول شوی او په روستوف اون دون کې ۱۵ کسان پولیسو نیولي دي.

په نورو ښارونو لکه ایکاترین بورګ او ولادي واستوک کې هم خلکو د مسکو له لاریون کوونکو سره د همږغۍ د څرګندولو لپاره وړې وړې غونډې کړي دي.

په مسکو کې لاریون کوونکو پرون دا نارې وهلې چې جمهور رئیس پوتین غل دی.

د جولای په اووه ویشتمه او د اګست په درېیمه هم سوله ییز لاریونونه وشول او هغه وخت هم پولیسو په مسکو کې لاریون کوونکي ووهل او تر ۲۳۰۰ زیات وګړي یې ونیول.

له لاریون کوونکو سره د پولیسو داسې چلند په غربي نړۍ کې سخت غبرګونونه پارولي دي او د بشري حقونو د ملاتړ یو شمېر ډلو سختې نیوکې ورباندې کړې دی.

پولیسو ۱۱ وګړي د ډله ییزې مدني بې نظمۍ جوړولو په تور نیولي او که چېرې مجرم وپېژندل شي، په اوږده موده بند محکومېدلی شي.

په مسکو کې پرونیو لاریون کوونکو د هغوی د ازادۍ غوښتنه کوله.

د مسکو د ښاري شورا انتخابات د سپټمبر په اتمه نېټه کېږي.

خو په روسیه کې د انتخاباتو ادارې د حکومت د اپوزېسیون ډېر پلویان په مختلفو پلمو په ټاکنو کې له ګډونه منعه کړي دي.

دا شورا د مسکو د ۴۳ میلیاردو ډالرو کلنۍ بودجې د مصرف صلاحیت لري.

د مسکو ښاري شورا د متحدې روسیې ګوند چې له کرملین سره تړلی دی، تر واکمنۍ لاندې ده.

د دې ښاري شورا د غړو د ټاکنې لپاره په پنځو کلونو کې یو وار انتخابات کېږي.

XS
SM
MD
LG