د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۵۲

پولیسو لسګونه کیلو نشه يي مواد ننګرهار ته د قاچاق پرمهال ونیول


پولیسو لسګونه کیلو ګرامه نشه يي مواد د هېواد له شماله ننګرهار ولایت ته د قاچاق پرمهال ونیول.

د پروان ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې پولیسو په جبل السراج ولسوالۍ کې (۳۰۰) کیلو ګرامه چرس هغه مهال ونیول چې د ډبرو د سکرو په موټر کې پټ کړل شوي او قاچاق کوونکو غوښتل چې دا مواد د هېواد له شماله ننګرهار ولایت ته قاچاق کړي.

د دې پېښې په تور موټر چلوونکی او ورسره بل کس هم نیول شوی چې له نيول کېدو سره سم عدلي او قضايي ادارې ته معرفي شوي دي.

XS
SM
MD
LG