د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۵۳

د زهرو کاروان

له بغلانه بلخ ته د ۶۰ کیلوګرامو نشه يي موادو د قاچاق مخه ونیول شوه

له بغلان ولایت څخه بلخ ته د شپېتو کیلوګرامو نشه يي موادو د قاچاق مخه ونیول شوه.

د کورنیو چارو وزارت له نشه یي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، په ايبک ښار کې ۶۰ کیلو ګرامه تاریاک هغه مهال د تلاشۍ پر مهال ونیول شول چې له بغلانه د سمنګان ولایت له لارې بلخ ته قاچاق کېدل.

د دې موادو د قاچاق په تور یو تن هم نیول شوی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کندز کې یو تن له څه د پاسه ۱۰ کیلوګرامه نشه‌يي موادو سره ونیول شو

ارشیف

په کندز ولایت کې یو تن له څه دپاسه ۱۰ کیلوګرامه نشه‌يي موادو سره ونیول شو.

د کندز ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند هجرت‌الله اکبري ازادي راډیو ته وویل: "یو تن هغه مهال په امام صاحب ولسوالۍ کې ونیول شو چې غوښتل‌یې ۱۳ کیلوګرامه چرس پر یوه موټرسایکل باندې له کندز څخه یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق کړي."

نیول شوی کس له لومړنیو څېړنو وروسته له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوی دی.

د نیمروز پولیسو څه د پاسه ۴۰ کیلوګرامه نشه‌یي ګولۍ ونیولې

ارشیف، نشه‌يي ګولۍ

د نیمروز ولایت پولیسو څه د پاسه ۴۰ کیلوګرامه نشه‌يي ګولۍ ونیولې.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل: "د نیمروز ولایت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو په زرنج ښار کې عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې دوه لکه او پنځه زره د ټریماډول په نوم نشه‌يي ګولۍ نیولي چې مجموعي وزن‌یې ۴۱ کیلوګرامه و."

دا ګولۍ له بهر څخه افغانستان ته راوړل شوې وې او په تور یې یو تن هم نیول شوی دی.

هلمند ته څه د پاسه ۴ ټنه قاچاق کېدونکي بنګ ونیول شول

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې له فراه څخه هلمند ولایت ته د نشه‌يي موادو قاچاق ډېر شوی دی.

هلمند ولایت ته د څه د پاسه څلور ټنه بنګو د قاچاقو مخه ونیول شوه.

د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محب‌الله محب ازادي راډیو ته وویل، څلور نیم ټنه بنګ هغه مهال ونیول شول چې له فراه ولایت څخه هلمند ولایت ته‌یې له قاچاق کولو وروسته پر بزګرو باندې خرڅول.

ښاغلی محب زیاتوي: "څلور نیم ټنه بنګ هغه مهال ونیول شول چې په یوه ټېلر موټر کې پټ کړای شوي او په پام کې وه چې هلمند ولایت ته‌یې قاچاق کړي. په دې تور نیول شوي قاچاق کوونکي عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي."

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې له فراه څخه هلمند ولایت ته د نشه‌يي موادو قاچاق ډېر شوی دی.

ننګرهار کې نږدې ۲ زره کیلوګرامه نشه‌یي مواد وسوځول شول

په دې عملیاتو کې کارخانه ویجاړه او ټول نیول شوي نشه‌يي مواد وسوځول شول.

په ننګرهار ولایت کې نږدې دوه زره کیلوګرامه نشه‌يي او کیمیاوي مواد وسوځول شول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډیو ته وویل: "له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د ثور میاشتې په ۳۰مه نېټه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د نشه‌يي موادو د تولید پر یوې کارخانې باندې برید کړی چې په نتیجه کې یې ۱،۷۰۰ کیلوګرامه چرس، ۱۲۰ لیټره مورفین، ۱۵۰ کیلوګرامه کاربن او څه اندازه هیروئین نیولي دي."

په دې عملیاتو کې کارخانه ویجاړه او ټول نیول شوي نشه‌يي مواد وسوځول شول.

کندزیان: دلته په ښکاره نشه يي مواد خرڅېږي

ارشیف

د کندز خلک په دې ولايت کې په ښکاره د نشه يي موادو د خرڅولو له امله شکايت کوي.

د کندز ولايت ځينې خلک وايي چې، اوس مهال ډېری ځوانان نشې کوي، په تېره بيا د ټابلیټ کا په نوم نشه يي ګولۍ ډېرې خوري او د دې ګوليو خوراک مخ پر ډېرېدو دی.

دوی وايي چې په کندز کې دا نشه يي مواد ښکاره خرڅېږي، خو پولیس يې مخه نه نيسي، مګر د کندز د امنیه قوماندانۍ وياند هجرت الله اکبري دا خبره نه مني چې په دې ولايت کې نشه يي مواد ښکاره خرڅېږي.

دی دا مني چې په دې ولايت کې نشه يي مواد خرڅېږي، خو د پولیسو له خوا کلک څارل کېږي.

چارواکي: بادغیس کې د نشه يي موادو د قاچاق پر مهال ۲ تنه نیول شوي

ارشیف

د بادغيس ولايت زندان ته د نشه يي موادو د قاچاقو پر مهال دوه تنه ونيول شول.

د زندانونو د تنظيم ادارې وياند فرهاد باياني ازادۍ راډيو ته وويل، دوو پولیسو غوښتل چې د ښېښې په نوم نشه يي مواد زندان ته يوسي او بيا يې پر زندانيانو باندې خرڅ کړي، خو زندان ته تر وړلو مخکې ونيول شول.

د يادونې وړ ده چې په روان کال کې دا څووم ځل دی چې پوليس زندانونو ته د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نيول کېږي.

چارواکي: فراه کې د نشه یي موادو ۸ قاچاق کوونکي نیول شوي

ارشیف

په فراه ولايت کې په تېرو دوو مياشتو کې د نشه يي موادو (۸) قاچاق کوونکي نيول شوي دي.

د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب د ثور د مياشتې پر ۲۴ نېټه ازادۍ راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېرو دوو مياشتو کې (۸) قاچاق کوونکي ونيول.

ښاغلي محب زياته کړه، په دې موده کې پولیسو شراب هم نيولي دي: " يوه مشکوک شخص څلورنيم ټنه بنګ په يوه موټر کې پټ کړي وو او غوښتل يې چې هلمند ته يې قاچاق کړي، خو له نېکه مرغه چې دا کس د فراه ولايت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو ونيو."

نیمروز کې د تاریاکو د قاچاق په تور ۲ تنه نیول شوي

ارشیف

په نيمروز ولايت کې د تارياکو د قاچاقو پر مهال دوه تنه ونيول شول.

د کورنيو چارو وزرات وياند طارق ارين ازادۍ راډيو ته وويل، پولیسو په زرنج ښار کې دوه تنه په داسې حال کې ونيول چې غوښتل يې په يوه سفري بکس کې پنځه کېلو ګرامه تارياک زرنج ښار ته قاچاق کړي او بيا يې پر معتادينو باندې خرڅ کړي.

نيول شوي قاچاق کوونکي له نيول کېدو سره سم عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.

ننګرهار کې له ۱۰۰ کیلو ګرامو ډېر نشه يي مواد نیول شوي

ارشیف

په ننګرهار ولايت کې پولیسو تر سلو کيلو ګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې، په لومړي ګام کې پولیسو د موټرو د تلاشۍ پر مهال (۹۸) کيلوګرامه چرس ونيول.

دا چرس په يوه موټر کې پټ کړل شوي او له خوګياڼيو ولسوالۍ څخه غني خېلو ولسوالۍ ته قاچاق کېدل.

په دوهم ګام کې پولیسو (۳۲) کيلوګرامه چرس ونيول.

دا چرس له چپرهار ولسوالۍ څخه دربابا ولسوالۍ ته قاچاق کېدل.

په دريم اقدام کې پولیسو يوولس کيلوګرامه چرس له خوګياڼو ولسوالۍ څخه جلال اباد ښار ته د قاچاقو پر مهال ونيول.

د نشه يي موادو د دې دريو پېښو په تور پنځه تنه نيول شوي دي.

د هرات پولیسو بهر ته د نشه‎یي موادو د قاچاق مخه ونیوله

ارشیف، په افغانستان کې نیول شوي نشه‎يي مواد

په هرات ولايت کې د کرسټالو د قاچاقو مخه ونيول شوه.

د هرات د امنيه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي‌زاده ازادي راډيو ته وويل: "له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په اسلام کلا کې د باري موټرو د تلاشۍ پر مهال ۳۰ کيلوګرامه کرسټال ونيول. په پام کې وه چې دا کرسټال له هېواد څخه دباندې قاچاق کړل شي."

د موټر چلوونکي په ګډون دوه تنه نور هم د دې نشه‌يي موادو د قاچاقو په تور نيول شوي دي.

د نیمروز پولیسو سلګونه کیلو ګرامه نشه‎یي مواد ونیول

ارشیف، په یو موټر کې ځای پر ځای شوي نشه‎یي مواد

په نيمروز ولايت کې تر ۱۸۰ کیلوګرامو نشه‌يي مواد ونيول شول.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين ازادي راډيو ته وويل: "د نيمروز ولايت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پوليسو د ثور د مياشتې په ۱۵مه نېټه د زرنج ښار په جنوب خوا کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې ۱۸۰ کيلوګرامه نشه‌يي مواد ونيول.

په دې نشه‌يي موادو کې ۲۱ کيلوګرامه هيروئين او ۱۵۹ کيلوګرامه‌يې تارياک شامل دي.

تر دې مهاله د دې نشه‌يي موادو د ساتلو په تور څوک نه‌دي نيول شوي، خو پولیسو د پېښې په ځای کې دوه ميله وسلې او يو کورولا موټر موندلی او ضبط کړی دی.

په کابل کې د ټابلېټ 'K' دوه پلورونکي ونیول شول

ارشیف، نیول شوي نشه‌یي مواد

په کابل ښار کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو نږدې ۲،۰۰۰ نشه‌يي ګولۍ ونيولې.

د کابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز ازادي راډيو ته وويل: "له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په کابل ښار کې دوه تنه له څو مياشتو راهيسې څارل چې اخر يې د روان شمسي کال د ثور مياشتې په ۱۴مه نېټه د کابل ښار په اتمه ناحيه کې له ۱۹۴۵ ټابلېټ کا نومې نشه‌يي ګوليو سره ونيول."

دې دوو نفرو له څو مياشتو راهيسې په کابل ښار کې پر معتادينو باندې نشه‌يي ګولۍ خرڅولې.

د ننګرهار پولیسو ۷ قاچاق کوونکي نیولي

ارشیف

په ننګرهار ولايت کې د ۴۰۰ کيلوګرامو نشه‌يي موادو په تور اووه نفره ونيول شول.

د کورنيو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينيت وياند اسدالله يادګاري ازادي راډيو ته وويل: "له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د تلاشۍ پر مهال ۴۰۱ کيلو ګرامه نشه‌يي مواد ونيول چې ۹ کيلوګرامه هيروئين او ۳۹۲ کيلوګرامه‌يې چرس دي.

په پام کې وه چې دا نشه‌يي مواد په درېيو موټرو کې له کابل ولايت څخه د ننګرهار د دُربابا، غني‌خېلو او چپرهار ولسواليو ته قاچاق شي.

نيول شويو خلکو منلې چې غوښتل‌یې دا نشه‌يي مواد د بهرنيو قاچاق کوونکو په همکارۍ له افغانستان څخه دباندې قاچاق کړي.

ننګرهار کې څه د پاسه ۳۰ کیلوګرامه چرس ونیول شول

ارشیف

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادۍ راډیو ته وویل، په لومړۍ پېښه کې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د دې ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې (۱۹) کیلوګرامه هیرویین ونیول چې په یوه بار وړونکي موټر کې پټ کړای شوي ول.

په دوهمه پېښه کې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د دوو ښځو په ګډون درې تنه هغه مهال د جلال اباد ښار په نهمه ناحیه کې ونیول چې غوښتل یې (۱۵) کیلوګرامه چرس له یوې ولسوالۍ څخه جلال اباد ښار ته قاچاق کړي.

نیمروز کې څه د پاسه ۱۰۰ کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول شول

ارشیف

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ازادۍ راډیو ته وویل، د نیمروز ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په زرنج ښار کې د استوګنې پر یوه کور باندې عملیات کړي چې په نتیجه کې یې (۸۴) کیلوګرامه تاریاک، (۱۰) کیلوګرامه ښیښه او (۲۰) کیلوګرامه چرس نیولي دي.

د دې موادو د ساتنې او خرڅلاو په تور یو تن هم نیول شوی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG