د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۹ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۳۵

په امریکا کې افغان سفیره: بریدونه د سولې د خبرو اعتبار ته زیان رسوي


په واشنګټن کې د افغانستان سفیره رویا رحماني

په واشنګټن کې د افغانستان سفیره وايي، د طالبانو خونړي بریدونه د سولې د خبرو اترو اعتبار ته زیان رسوي.

رویا رحماني د چهارشنبې په ورځ د روېټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو په بریدونو کې زیاتوالی د دې سبب کېږي چې عام افغانان د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پر روانو خبرو باور له لاسه ورکړي.

مېرمن رحماني زیاتوي، په داسې حال کې چې طالبان وايي د سولې له لارې د جګړې پای ته رسول غواړي، د دې درک ستونزمن دی چې بیا ولې د خلکو وژنو ته دوام ورکوي.

په واشنګټن کې افغان سفیره رویا رحماني چې په رسنیو کې کمه څرګندېږي، دا خبرې وروسته له هغې کوي چې د چهارشنبې په ورځ وسله والو طالبانو په کابل کې یو خونړی او ویجاړوونکی برید ترسره کړ چې لږترلږه ۱۴ کسان یې ووژل او له ۱۴۵ تنو زیات نور یې ټپیان کړل.

په وژل شویو او ټپیانو دواړو کې د ښځو او ماشومانو په شمول لسګونه عام وګړي شامل دي.

په واشنګټن کې افغان سفیرې د روېټرز خبري اژانس ته وړاندې ویلي، د طالبانو وروستي بریدونه د دې څرګندوی دي چې دا ډله غواړي پر داسې خونړیو بریدونو د خبرو اترو پر مېز زیات امتیازات ترلاسه کړي او یا د افغانستان پر زیاته خاوره واک ټینګ کړي.

په عین حال کې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کابل له پرونۍ حملې وروسته پر خپل ټوېټر لیکلي، په داسې حال کې چې د سولې داسې بین الافغاني خبرو ته نږدې شوي چې د دایمي اوربند او د کړکېچ د سیاسي هواري لپاره به لاره هواره کړي، د تاوتریخوالي پر سمدلاسه کمولو باید تمرکز وشي.

XS
SM
MD
LG