د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۹ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۰۷

د قرغزستان ځانګړي ځواکونه له مظاهره کوونکو سره لاس او ګرېوان شوي


د قرغزستان ځواکونه

د قرغزستان ځانګړي ځواکونه له هغو مظاهره کوونکو سره لاس او ګرېوان شوي چې د دغه هېواد د پخواني ولسمشر المازبېک اتمباییف پلویان دي.

دغو مظاهره کوونکو هڅه کوله چې د المازبېک اتمباییف د نیولو مخه ونیسي.

د قرغزستان د پولیسو ځانګړو ځواکونو پرون چهارشنبه د اتمباییف پر کور چې د بشکېک ښار په څنډو کې دی، برید وکړ.

پر نوموړي تور دی چې د یو شمېر جرایمو په اړه د تحقیقاتو لپاره یې د محکمې احضارلیک نه دی عملي کړی.

د دغو جرایمو په اړه معلومات نه دي وړاندې شوي.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریالان تر اوسه نه دې توانېدلي چې د قرغزستان د پخواني ولسمشر نیول کېدل تأیید کړي.

خو د عملیاتو په پیل کې ښاغلی المازبېک اتمباییف په خپل کور کې و.

XS
SM
MD
LG