د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۳۰

قطر کې د سولې په خبرو کې د عامو افغانانو لپاره د اوربند پر اړتیا خبرې


یو شمېر افغانان چې د اوربند غوښتونکي دي

کابل ښار د سې شنبې په ورځ هم د یوې چاودنې شاهد وو چې لږ تر لږه پنځه کسان په‌کې وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان له نورو ولایتونو څخه هم د بریدونو، جګړو او نښتو راپورونه ورکړل شوي.

په داسې حال کې چې دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو کې د پرمختګ راپورونه ورکول کېږي، په افغانستان کې دننه جګړو، بریدونو او چاودنو کې کمی نه‌دی راغلی.

کابل کې افغان ژورنالېست او د سیاسي چارو څېړونکی بلال سروري وايي، د عامو افغانانو لپاره د سولې په خبرو کې رښتیني پرمختګ دا دی چې جګړې او بریدونه ودرېږي.

د یو اوربند لپاره د عامو افغانانو په هیله‌مندۍ او د روان امنیتي وضعیت په اړه اجمل اند له بلال سروري سره مرکه کړې.

نوموړی په سر کې عامو افغانانو لپاره د اوربند پر اړتیا خبري کوي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:49 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG