د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۵۴

د ناټو عمومي منشي: موږ اوس په افغانستان کې د سولې واقعي چانس ګورو


د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنرګ

د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنرګ ویلي اوس تر بل هر وخت په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره حقیقي چانس ګوري.

هغه دا خبره نیوزیلنډ ته په سفر کې نن کړې ده.

ښاغلی سټولټنبرګ وايي: "موږ اوس په افغانستان کې د سولې واقعي چانس ګورو. موږ د سولې یوه تړون ته تر بل هر وخت نږدې یو او ناټو هم د خبرو له لارې یوه سیاسي حل ته د رسېدو لپاره له ټولو هڅو کلک ملاتړ کوي."

د ناټو سازمان منشي دا خبرې داسې وخت وکړې چې په قطر کې د امریکا او طالبانو اتم پړاو خبرې روانې دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو خاص استازي زلمي خلیل‌زاد پرون ماښام په دې خبرو کې د ډېر پرمختګ یادونه کړې.

تمه کېږي چې خلیل‌زاد او ټیم‌یې له طالبانو سره دا وار د سولې یوې هوکړې ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG