د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۰۳

قاهره کې د چاودنې په نتیجه کې د وژل شویو شمېر ۲۰ ته ورسېد


قاهره کې د چاودنې سیمه

مصري چارواکي وايي پلازمېنې قاهره کې د چاودنې په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰ ته رسېدلی دی.

د مصر د کورنیو چارو وزارت د اګسټ پر ۵ په یوې اعلامیه کې ویلي یو موټر چې په یو طرفه سړک روان و، له ۳ نورو موټرونو سره ټکر شو او په نتیجه کې یې چاودنه وشوه.

دغه وزارت وروسته وویل چې په یاد موټر کې چاودېدونکي مواد ځای پر ځای شوي ول چې د ترورېستي عملیاتو لپاره اماده شوی وو.

د کورنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي دا موټر د حسم «Hasm» په نوم یوې تندلارې ډلې له‌خوا چمتو شوی وو، خو دغې ډلې تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په دې پېښه کې ۴۷ تنه ټپیان دي.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د پېښي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او ژمنه‌یې وکړه چې ترورېزم به له‌منځه وړي.

حسم ډلې له ۲۰۱۶ کال راهیسې په قاهره کې پر مصري پولیسو، چارواکو او قاضیانو د ګڼو بریدونو مسؤلیت اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG