د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ وری ۱۳۹۹ کابل ۰۴:۳۲

خبرونه

په هرات کې یوې چاودنې ۴ تنه وژلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې هرات ولایت

د هرات ښار د تېر ماښام چاودنه کې لږ تر لږه ۴ تنه ملکي وګړي وژل شوي او تر ۲۰ ډېر زخمیان شول.

د هرات سیمه‌ییز چارواکي وایي چاودېدونکي مواد په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي ول.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "مواد په زرنج موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي ول او د حاجي عباس په سیمه کې چې شیعه مېشته ده، چاودنه وشوه. له بده مرغه ټول وژل شوي او ټپیان ملکي وګړي دي، لارویان او ځوانان ول."

د ښاغلي فرهاد په خبره د درېیو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک دی.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

روسيې له بهره د خپلو وګړو ستنول ځنډولي

ارشیف، روسي مسافر

روسیې له نورو هېوادونو د خپلو هغو زرګونه وګړو د راستنولو بهیر ځنډولی چې په نړۍ کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د الوتنو د فسخ کېدو له کبله ګیر پاتې دي.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې چارواکو پرون د اپریل په ۴ نېټه اعلان وکړ چې د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې ټولې هغه الوتنې د اوس لپاره ځنډېدلي چې له بهره د دې هېواد وګړي په‌کې راتلل، خو د صدراعظم مرستیالې تاتیانا ګوليکووا وروسته وویل چې حکومت د خپلو وګړو د راوستو د چارې د ښه سمون لپاره په دې برخه کې لنډه وقفه اخیستې ده.

مېرمن ګولیکووا وویل، حکومت به د اپرېل تر شپږمې پورې د الوتنو د لاښه تنظیم لپاره یو نوی مهالوېش جوړ کړي، خو نوموړي دا په ډاګه نه‌کړه چې نورو هېوادونو کې دېره روسان به څه وخت خپل هېواد ته ولېږدول شي.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت مخکې ویلي و چې اوس‌مهال له ۳۰ زرو زیات روسان په بهر کې دېره دي، خو د صدراعظم مرستیالې په خپلو بېګانیو څرګندونو کې وویل ۲۶ کسان روسیې ته د ستنېدو هڅه کوي.

کندهار کې د ۳ تنه طالبانو وژل کېدل

په نښته کې د طالبانو څلور سنګرونه ویجاړ شوي

اتل قول اردو وايي د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې یې درې تنه طالبان په ځوابي حملو کې وژلي دي.

د اتل قول اردو ویاند خواجه یحیی علوي ازادي راډیو ته په یوه غږیز پیغام کې په دې اړه نور جزئیات ورکړل: "افغان ځواکونو د فعال دفاعي حالت په چوکاټ کې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د طالبانو یوه برید ته ځواب ورکړ چې په نتیجه کې درې طالبان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول."

ښاغلی علوي زیاتوي، په نښته کې د طالبانو څلور سنګرونه ویجاړ شوي او له هغو څخه یوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي.

ټرمپ: امریکا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر کې زياتوالى راځي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې په متحده ایالاتو کې به د کرونا ویروس د نوې بڼې له کبله د مړو په شمېر کې زیاتوالی راشي.

ښاغلی ټرمپ وايي چې پوځ به بېلابېلو ایالتونو ته له خلکو سره د مرستې لپاره په زیات شمېر پوځي پرسونل واستوي.

ښاغلي ټرمپ چې پرون‌یې له سپینې ماڼۍ څخه د کرونا ویروس د وروستیو پرمختګونو پر اړوندو مسایلو خبرې کولې همداراز وویل چې له بده مرغه په راتلونکو دوو اوونیو کې ښايي ډېر خلک مړه شي.

هغه زیاته کړه چې د نیویارک او ایلینوی په څېر په ځینو ایالتونو کې ښايي ډېر خلک زیانمن شي.

ټرمپ وویل، فدرال حکومت هڅه کوي په هر ایالت کې د اړتیا وړ وسایلو لکه د مصنوعي تنفس د وسیلې او نورو تجهیزاتو دقیقه اندازه معلومه کړي څو دا خبره یقیني شي چې متحده ایالات د مثبتو مواردو له زیاتېدو سره مقابلې ته چمتو دی.

د وروستیو شمېرو له مخې په متحده ایالاتو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ټوله شمېره ۳۱۱۶۳۷ ته لوړه شوې او د دې ناروغۍ له کبله تر اوسه ۸۴۵۴ کسان مړه شوي دي.

افغانستان کې د کرونا ویروس ۲۸ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې

افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۳۷ دی.

د روغتیا وزارت په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ۲۸ نورې مثبتې پېښې نن تأیید کړې.

د دې وزارت ویاند وحید مایار نن سهار رسنیو ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کابل په لابراتوار کې د هېواد له یو شمېر ولایتونو څخه ۱۰۰ مشکوکې رسېدلې نمونې وازمویل شوې چې له مخې یې په کابل کې ۱۰، په کندهار کې ۸، په پکتیا کې ۳، په سمنګان او بلخ ولایتونو کې ۲-۲ مثبته پېښې ثبت شوي، خو په کاپیسا، تخار او زابل کې بیا یوه یوه پېښه ثبت شوې ده.

د ښاغلي مایار په وینا له نویو ۲۸ مواردو سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ټول شمېره ۳۳۷ ته لوړه شوه.

کونړ کې د چهارمغزو ۷۰ زره نیالګي ایښودل شوي

په کونړ کې د چهارمغزو ونې ښه حاصل ورکوي.

په کونړ کې د درې میلیونه افغانیو په لګښت د چهارمغزو ۷۰ زره نیالګي ایښودل شوي دي.

د دغه ولایت د کرنې رياست سرپرست نجیب‌الله ازادي راډیو ته وویل چې دغه پیسې د کرنې وزارت له لوري ورکړل شوي چې په پنځو کلونو کې به مېوې ورکړي.

نوموړي وویل چې هر کال په سلګونه ټنه وچې مېوې له دغه ولایت څخه بهر ته صادرېږي چې دا به له بڼوالو سره د پام وړ مرستې وکړي.

خو بڼوال وایي حکومت باید ورته اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادونې ده چې په کونړ کې د چهارمغزو ونې ښه حاصل ورکوي.

پاکستان د تورخم او چمن لارې پرانیزي

د تورخم لاره

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وایي، ټاکل شوې چې پاکستان نن د تورخم او چمن لارې د لنډ مهال لپاره پرانیزي.

د دغې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان به د تورخم او چمن ځمکنۍ لارې د روان ۲۰۲۰ کال د اپرېل له پنځمې څخه تر نهمه پورې د افغانانو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کېدو لپاره لارې پرانیزي.

نوموړي وویل، دا کار به سبب شي د افغان سوداګرو ۱۰ زره کانټینر هېواد ته د داخلېدو اجازه پیدا کړي.

یاد هېواد د تېرې مارچ میاشتې په لومړۍ نېټه د کرونا ویروس مخنیوي په هدف لومړی د چمن-سپین بولدک او تر هغه ۱۶ ورځې وروسته‌یې تورخم دروازه هم له افغانستان سره د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله.

تر دې مخکې په اسلام‌اباد کې افغان سفیر عاطف مشعل هم د پاکستان له حکومت څخه د لارو د خلاصېدو غوښتنه کړې وه.

چین کې د کرونا ویروس له امله د زرګونه قربانیانو د ویر مراسم

په چین کې خلک له دود سره سم هر کال د اپرېل په ۴مه د ګینګ مینګ په نوم ځانګړي مراسم ترسره کوي.

چین پرون د اپرېل په ۴مه، په هغه هېواد کې د کرونا ویروس له امله د زرګونه کسانو په مړینه د ملي ویر مراسم ترسره کړل.

خو د نړۍ په نورو برخو کې لا هم دا خطرناک ویروس د خپرېدو په حال کې دی، په ځیني هېوادونو کې باید اوج ته ورسېږي، د ډېرو خلکو د مرګ وېره خوره ده او سخت اقتصادي تاوان‌یې رسولی دی.

په چین کې خلک له دود سره سم هر کال د اپرېل په ۴ مه د ګینګ مینګ په نوم ځانګړي مراسم ترسره کوي او د خپلو مړو عزیزانو د درناوي لپاره هدیرو ته ځي.

په دې ورځ، باید له دود سره سم، خلک د خپلو عزیزانو قبرونه پاک کړي.

خو د چین حکومت پر خلکو غږ کړی چې لږترلږه د اپرېل د میاشتې تر پایه دې دا مراسم نه‌ترسره کوي.

کرونا ویروس تنفسي ناروغي پيدا کوي.

دا ویروس د چین له ووهان ښاره راپیدا او تقریباً ټولې نړۍ ته خپور شو.

په ووهان کې خلکو ته ویل شوي و چې د دودیزو مراسمو د پر ځای کولو لپاره د هدیرو له کارکوونکو مرسته وغواړي او خپله دې هدیرو ته له تګه ډډه وکړي.

د چین حکومت پرون وویل چې په هغه هېواد کې ټولې ۸۲۵۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې وې او ۳۳۳۰ تنه مړه شوي دي.

خو څارونکي ګومان کوي چې د چین حکومت د قربانیانو اصلي شمېر پټ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون پرون وویل چې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته وګړو شمېر له ۱،۱ میلیون اوښتی او نږدې ۶۱ زره وګړي مړه شوي دي.

نړۍ کې د کرونا ویروس د پېښو زیاتېدل؛ تاجکستان کې فوټبال لوبه شوې

د تاجکستان حکومت پرون د استقلال دوشنبې او خوجند د فوټبال لوبډلو ته د سیالۍ اجازه ورکړه.

د تاجکستان حکومت پرون د اپرېل په ۴مه، د فوټبال سیالۍ ته اجازه ورکړه.

په تاجکستان کې چې نهه میلیونه وګړي لري، د کرونا ویروس یوه مثبته پېښه هم نه‌ده اعلان شوې.

له دې کبله، د تاجکستان پر چارواکو شک کېږي چې د دې وبا په اړه دقیق معلومات نه‌خپروي.

د تاجکستان حکومت پرون د استقلال دوشنبې او خوجند د فوټبال لوبډلو ته د سیالۍ اجازه ورکړه.

د سیالۍ د کتلو لپاره هېڅ‌څوک هم په سټډیوم کې نه‌و.

د ۱۰ لوبډلو په دې لیګ کې به نن شنبه هم سیالي وي.

په پرونۍ سیالۍ کې استقلال دوشنبې د یوه په وړاندې په دوو ګولونو خوجند ته ماته ورکړه.

د کرونا ویروس د وبا په اوج کې، یوازې ځيني هېوادونه لکه بلاروس، بروندای او نیکاراګوا کې فوټبال لا هم اجازه لري.

د امریکا تفتیش عالي اداره: په خپلواکۍ د حکومتي ادارو فعالیتونه څارو

 مایکل هورویتز

په امریکا کې د تفتیش عالي فدرالي اداره وايي چې په شدت او په پوره خپلواکۍ به د حکومتي ادارو د فعالیت څارنې ته دوام ورکړي.

د خپلواکۍ او کفایت د څارنې د عالي شورا په نوم د خپلواکې ادارې مشر مایکل هورویتز پرون د اپرېل په ۴مه دا بیان خپور کړ.

هورویتز له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې د امریکا د عدلیې وزارت د سرمفتش دنده ترسره کوي.

هغه ویلي چې اټکنسن د مسلکي، خپلواک او د قانون حاکمیت ته د متعهد وګړي په توګه پېژني او په خپلواکۍ د څارنې او تفیش په کار کې مخکې و.

تر دې یوه ورځ مخکې، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ټولو استخباراتي کړیو سرمفتش له دندې لیرې کړ.

ټرمپ د امریکا د سنا د استخباراتو کمېټې ته په لیک کې ویلي و چې د استخباراتي ادارو د مفتش مایکل اټکنسن پر کار باور نه‌لري ځکه‌یې له دې څوکۍ لیرې کوي.

اټکنسن هغه څوک و چې د اوکراین له ولسمشر سره د ولسمشر ټرمپ د ټیلیفوني مرکې په اړه افشا شوي معلومات‌یې اول وار د کانګرس له استازو مجلس سره شریک کړل او ویې‌ویل چې دا معلومات د اعتبار وړ ګڼي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس د معاینې مرکزونه جوړېږي

ارشیف، کابل کې د کرونا ویروس د تشخیص یو مرکز

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان له حکومت سره مرسته کوي چې په ولایتونو کې د کرونا ویروس د معاینې "ټسټ" مرکزونه جوړ کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ ادارې 'اوچا' پرون د اپرېل په ۴مه، ویلي چې د روغتیا د نړیوال سازمان په مرسته په جلال‌اباد او مزار شریف کې دوه مرکزه جوړ شوي او دوه نور به په کندهار او پکتیا کې فعال شي.

د اوچا په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان حکومت غواړي چې د داسې مرکزونو شمېر ۱۵ ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ ادارې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په حواله ویلي چې د شنبې د ورځې تر پایه په ۲۲ ولایتونو کې د کرونا ویروس ۲۹۹ مثبتې پېښې تأیید شوې چې یوازې ۸۸ کسانو بهر ته د سفر سابقه نه‌درلوده.

په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله تر پرون ماښامه د ۷ تنو مړینه تأیید شوې وه.

کابل ته د برښنا رسولو لپاره‌ موقت وارداتي برق وصل شوی

د ازبکستان برق

د افغانستان برښنا شرکت وایي چې کابل ښار ته د برښنا رسولو لپاره‌یې د ازبکستان د وارداتي برښنا یو شرکت په موقت ډول وصل کړی دی.

کابل او یو شمېر نورو ولایتونو ته د ازبکستان د وارداتي برښنا جریان د پنجشنبې په ماخوستن پرې شو.

برښنا شرکت ویلي چې د بغلان د چشمه شېر په سیمه کې د جګړې له امله د برښنا مزي پرې شوي وو.

د مزیو د ترمیم لپاره کار پیل شوی دی.

خو برښنا شرکت ویلي چې یوازې د شپې له‌خوا به څو ساعته د موقتي لین په مرسته د خلکو د اړتیا د پوره کولو لپاره کابل ته برق ورکوي.

د برښنا شرکت پر فېس‌بوک پاڼه پرون د اپرېل په ۴مه، لیکل شوي چې د ورځې له‌خوا به د اصلي جریان د برحاله کولو لپاره کار کېږي.

برښنا شرکت ویلي هڅه کوي چې ژر تر ژره دا ستونزه په اساسي ډول حل شي.

کابل ته د ازبکستان د پرې شوې برښنا بېرته نښلولو چارې پيل شوې

ارشیف، تزئیني بڼه لري.

د افغانستان برښنا شرکت کابل ته د ازبکستان د پرې شوې وارداتي برښنا د مزو بېرته نښلولو چارې پیل کړې دي.

د دغه شرکت ویاند وحیدالله توحیدي نن ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له اجازې وروسته د دوی کارکوونکو د بغلان په چشمه شېر او ډنډ شهاب‌الدین سیمو کې کارونه پیل کړل.

ښاغلی توحیدي وایي، د برښنا بېرته نښلول ممکن دوه ورځې وخت ونیسي.

کابل ته د راغځېدلې برښنا مزي دوه شپې وړاندې د چشمه شېر په سیمه کې له جګړې وروسته پرې شول.

طالبان وایي، دوی د برښنا مزي نه‌دي پرې کړي.

تاجکستان کې د فوټبال لیګ پیلېږي

د تاجکستان فوټبال لیګ کپ

ټاکل شوې د تاجکستان د فوټبال لیګ داسې مهال پیل شي چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله ورزشي سیالۍ ځنډېدلي دي.

د مرکزي اسیا دغه هېواد نهه میلیونه وګړي لري، خو تر اوسه‌یې د کرونا د کومې مثبتې پېښې راپور نه‌دی ورکړی.

د تاجکستان د فوټبال لیګ کې ۱۰ لوبډلې لوبېږي او سبا یکشنبه د نندارچیانو له حضور پرته پيلېږي.

له دې وړاندې پر تاجکستان له دې کبله سختې نیوکې شوې وې چې د نوي کال د رارسېدو جشن په اړه‌یې کنسرتونه او ورزشي پروګرامونه ترسره کړل.

د تاجکستان د روغتیا وزارت تأیید کړې چې دغه هېواد کې تر اوسه د کرونا هېڅ پېښه نه‌ده رامنځ ته شوې.

دغه هېواد کې ټول هغه کسان د دوو اوونیو لپاره قرنطین شوي وو چې تېره یوه میاشت کې له نورو هېوادونو تاجکستان ته ستانه شوي دي.

د بغلان لاريون کوونکي: د ملکي کسانو وژونکي باید مجازات شي

ارشيف

په بغلان کې قهرجنو لاريون کوونکو نن سهار د چشمه شېر په سیمه کې د بغلان- سمنګان لویه لاره بنده کړه.

لاريون کوونکي د هغه بمبارد په غبرګون کې راوتلي چې د یوې کورنۍ دوه غړي په کې ووژل شول او څلور نور ټپيان شول.

د عاشق الله په نوم د دغې کورنۍ یو غړی وایي، وژل شوي یوه وړه او بله پیغله نجلۍ ده او ټپيانو کې هم ښځې او ماشومان شته.

دوی وایي، دولت باید د دغه برید عاملین پيدا او د ملکیانو د وینې پوښتنه ترې وکړي.

دغه هوایي برید پرون وروسته له هغې وشو چې طالبانو همدې چشمه شېر سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان برید وکړ.

د بغلان د پولیسو ویاند جاوید بشارت وایي، دوی څېړنه کوي چې معلومه کړي برید کې ریښتیا هم وژل شوي او ټپيان ملکیان دي او که نه؟

افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۶ تنو ته ورسېد

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار

په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شويو شمېر ۶ تنو ته لوړ شو.

په همدې حال کې په دې ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۷۴ شوی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار د جمعې په ماښام په کابل کې رسنیو ته وویل: "د کرونا ویروس پنځه دېرش نوې مثبتې پېښې ثبت شوي چې پنځلس په هرات ولایت کې، څوارلس کابل کې، یوه په ننګرهار کې او په دایکندي، بغلان او کندهار هر یوه کې یوه پېښه ثبت شوې. په هرات کې پنځلس نارینه او څلور ښځې په دې ویروس اخته شوي دي.

د ښاغلي مایار په وینا د کورونا ناروغۍ له کبله په ۲۴ ساعتو کې د مړینې دوه نوي پېښې ثبت شوي چې له دې سره د مړو شویو شمېر ۶ ته لوړ شو.

یوه ښځه په دایکندي کې له دې ویروسه مړه شوې چې له مخکې يې د پښتورګو ناروغي درلوده او په دې وروستیو کې يې ایران ته سفر کړی وو.

همداراز په هرات ولایت کې یو ۷۰ کلن سړی چې له مخکې يې د زړه او سابندۍ ناروغي درلوده، له کووید-۱۹ څخه مړ شوی.

تر دې مخکې یو کس په بلخ ولایت او درې په هرات ولایت کې مړه شوي وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG