د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۵۴

د افغانستان په اړه د بهرنیو ورځپاڼو شننې


ډیلي مېل:

ډیلي مېل ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو پروني راپور ته په اشارې لیکلي چې د جولای میاشت د افغانانو لپاره ډېره خونړۍ وه، په دې میاشت کې ۱۵۰۰ تنه ملکیان مړه او ژوبل شوي دي.

ډیلي مېل لیکي، د سږ کال د جولای میاشت په داسې حال کې د افغان ملکیانو لپاره خونړۍ بلل شوې چې طالبانو او امریکایانو په قطر کې د سولې بل پړاو خبرې پیل کړي دي او دواړو خواوو ویلي چې په خپلو خبرو کې یې پرمختګ کړی دی.

دې بریتانیايي ورځپاڼې په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر په قول لیکلي، له دې سره په یو وخت چې په وروستیو میاشتو کې د سولې هلې ځلې تېزې شوي، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې نښتې هم ډېرې شوي دي.

ورځپاڼې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو خبرو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې نوموړي له ښکېلو خواوو غوښتي چې د سولې په خبرو کې د امتیاز اخیستو په خاطر جګړې ته زور ورنه کړي.

ملګرملتونو تېره اوونۍ په یوه راپور کې ویلي وو چې په تېرو ۶ میاشتو کې ۳ زره ۸۱۲ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د هغو په منځ کې ۳۶۶ تنه وژل شوي او ۴۴۶ نور ژوبل دي.

د دې راپور پر اساس، په سلو کې د ۵۲ ملکیانو د مرګ ژوبلو مسؤلیت د افغانستان د حکومت د ټولو وسله والو مخالفو ډلو پر غاړه دی چې د هغو په منځ کې ۳۸ سلنه طالبانو وژلي او ټپیان کړي، په سلو کې ۱۱ داعش او ۳ سلنه نور د دولت نورو نامعلومو وسله والو مخالفانو وژلي یا ټپیان کړي دي.

واشنګټن ټایمز:

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د هغه افغان ترجمان په اړه راپور خپور کړی چې د امریکا ګرین کارت یې درلود، خو له مکسیکو امریکا ته د انسانانو په قاچاق تورن شوی دی

ورځپاڼه لیکي چې ۳۲ کلن مجیب الرحمان سیفي د ۲۰۱۶ له جولای څخه د ۲۰۱۷ د جنورۍ تر میاشتې پورې په پاکستان کې د انسانانو د قاچاق له یوې شبکې سره تماس درلود.

د ورځپاڼې له لیکنې سره سم، سیفي له دوو تنو څخه ۱۶ زره امریکايي ډالر اخیستي وو چې هغوی امریکا ته ورسوي.

د امریکا د عدلیې وزارت هم پرون دا خبر تأیید کړ او ویې ویل چې د مجیب الرحمان سیفي پر خلاف تورونه څېړي.

XS
SM
MD
LG