د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۴۷

د روسیې د لاریون ضد پولیسو تر ۷۰۰ لاریون کوونکي نیولي


په مسکو کې د لاریونونو ضد پولیسو پرون د اګست په درېیمه پر سوله ییزو لاریون کوونکو حمله وکړه او تر ۷۰۰ لاریون کوونکي یې ونیول چې د اپوزېسیون پېژندل شوي مشران هم په کې دي.

لاریون کوونکو ته چارواکو خبرداری ورکړی چې د هغوی پر ضد به له ټولو ضروري اقداماتو کار واخلي.

تر دې یوه اوونۍ وړاندې هم په مسکو کې د لاریونونو ضد پولیسو لږترلږه ۱۳۰۰ لاریون کوونکي نیولي وو.

لاریون کوونکي غوښتنه کوي چې په مسکو کې شفافې او ازادې ټاکنې وشي.

په مسکو کې د پروني لاریون د ځپلو لپاره مخکې له مخکې سلګونه پولیس ځای پرځای شوي وو.

په روسیه کې د سیاسي حرکتونو د څارنې یوې خپلواکې ادارې اوفد انفو تأیید کړې چې تر ۷۰۰ زیات وګړي نیول شوي دي.

د روسیې پولیس د لاریونوالو د نیولو په حال کې
د روسیې پولیس د لاریونوالو د نیولو په حال کې

په روسیه کې د اپوزېسیون یوه پېژندل شوې مشره لیوبف سوبول پرون له خپله دفتره تر وتلو وروسته پولیسو نیولې ده.

په مسکو کې له هغه راهیسې چې د انتخاباتو چارواکو د اپوزېسیون ګڼ شمېر کاندیدان په را روانو ښاري ټاکنو کې له ګډونه منعه کړل، لاریونونه کېږي.

ټاکل شوې چې د مسکو د ښاري شورا انتخابات د سپټمبر په اتمه وشي.

د مسکو ښاري شورا ۴۵ څوکۍ لري.

دا شورا د مسکو د ۴۳ ميلیاردو ډالرو کلنۍ بودجې د مصرف صلاحیت لري.

د مسکو ښاري شورا د متحدې روسیې ګوند چې له کرملین سره تړلی دی، تر واکمنۍ لاندې ده.

د دې ښاري شورا د غړو د ټاکنې لپاره په پنځو کلونو کې یو وار انتخابات کېږي.

په مسکو کې د انتخاباتو چارواکو په بېلابېلو پلمو د اپوزېسیون کاندیدان په ټاکنو کې له ګډونه منعه کړي دي.

په روسیه کې د حکومت د پېژندل شوي مخالف الکسي نوالني په ګډون د اپوزېسیون اته تنه د لاریونونو د قانون د ماتولو په تور په زندان کې دي.

د روسیې د تحقیقاتو کمېټې د اګست په درېيمه اعلان وکړ چې د نوالني د ادارې پر ضد به د جنايي تحقیقاتو پروسه پیل کړي.

دې کمېټې ویلي چې د نوالني په مشرۍ له فساد سره د مبارزې فنډ په نوم پر اداره شک دی چې له بهره تمویلېږي

XS
SM
MD
LG