د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

واشنګټن پوسټ: سیاسي حل باید له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو متمرکز نه وي


واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله اخري ګڼه کې د مشهور لیکوال فرید ذکریا مقاله خپره کړې ده.

د مقالې عنوان دی، د افغانستان په جګړه کې امريکا ته بریا مهمه ده، خو دا بریا باید د سولې په میدان کې له ماتې سره یو ځای نه وي.

په دې مقاله کې راغلي چې له طالبانو سره د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې توافق کولی شي چې د افغانستان اتلس کلنې جګړې ته د پای ټکی کېږدي، خو په همدې حال کې کولی شي چې ترورېستان نور هم پياوړي کړي او افغانستان د کلونو لپاره یو ځل بیا د جګړې پر لور پورې وهي او په نتيجه کې يې امريکا اړه شي چې یو ځل بیا خپل ځواکونه دې هېواد ته د جګړې ډګر ته ولېږي.

د واشنګټن پوسټ د مقالې د لیکوال په لیکنه سیاسي حل باید له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو متمرکز نه وي، بلکې اصلي هدف يې باید د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ پر سياسي حل لاره وي.

دی زیاتوي چې یو مهم او اغېزمن ګام دا و چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ زلمی خليلزاد له طالبانو سره د خبرو لپاره وګماره، دوهم ګام باید دا وي چې د مذاکراتو ساحه پراخه شي او افغان حکومت هم په دغو مذاکراتو کې شامل شي.

د ورځپاڼې په لیکنه، اخري نتيجه باید دا وي چې په افغانستان کې یو د ملي وحدت حکومت قدرت ته ورسېږي چې پکې د افغانستان اوسنی حکومت او طالبان برخه ولري، خو اوسمهال دا یوه ستونزمنه خبره ده، خو په وروستیو پړاوونو کې دا کار ناممکن نه دی.

له بلې خوا مقاله لیکي چې امریکا باید له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو په تړاو له طالبانو سره د کاغذ پر مخ داسي موافقه ونه کړي چې هغوی په راتلونکي کې په اسانۍ ورڅخه سرغړونه وکړای شي.

مقاله لیکلي چې امريکا په افغانستان کې مهمې لاسته راوړنې درلودي دي چې له هغه څخه د نجونو او هلکانو د زده کړو بهیر، د القاعده ماتول او په افغانستان کې او د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې د امریکا د نظامي مصارفو کمول، خو د ورځپاڼې په وینا، امريکا باید ډاډ تر لاسه کړي چې په افغانستان کې د جګړې له ختمېدو سره د سولې په ډګر کې هم بریالی دی.

مېل انلاین:

مېل انلاین خپرونې په خپله اخري ګڼه کې دې ټکي ته پام کړی چې په دې وروستیو وختونو کې د امریکايي او افغان چارواکو او حتی د طالبانو ځینو څرګندونو ته په کتو یوه خبره واضح ده او هغه دا چې د افغانستان د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

د خپرونې په لیکنه، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي له طالبانو سره د سولې د موافقیت تر لاسه کولو لپاره د سپټمبر مياشتې لومړۍ نېټه یوه ښه ورځ یاده کړې ده او ښايي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات د همدې پړاو په مذاکراتو کې نتيجه ورکړي چې د جمعې په ورځ په دوحه کې پیل شوي.

خپرونه لیکي، امریکايي سناتور لیندسي ګراهام د دغو راپورونو له تأييدولو پرته پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې هیله لري چې هغه موافقه چې امريکا یې له طالبانو سره لاسلیک کوي، د دې هېواد او متحدانو ګټې يې پکې خوندي شي.

XS
SM
MD
LG