افغانستان د شپاړس کلنو د فوټبال ملي ټیم ایران ته یو د صفر پر وړاندې ماته ورکړه.
دا لوبه تېر ماښام د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د منځنۍ اسیا د اتلولۍ لوبو په دوام ترسره شوه.
د دې لوبې یوازنی ګول د افغانستان د لوبډلې لوبغاړي ذکریا حسیني وواهه.
نن به افغانستان د اوزبکستان له لوبډلې سره سیالي وکړي.
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلي مدیر جُبیر لعلي د ازبکستان پر وړاندې د نننۍ لوبې د چمتوالي په اړه ازادي راډیو ته وویل: نن د ازبکستان له پیاوړي ټیم سره حساسه لوبه لرو چې ان شالله د ایران له ټیم سره د پرونۍ لوبې نتیجه به واخلو، تمه همدا ده چې لوبغاړي بیا هم شهکار وکړي څو وکولی شو چې د لوبې ګټونکي واوسو او د جدول سر ته بیا راوګرځو.
افغانستان اوس مهال په اوو امتیازونو سره تر کوربه تاجکستان وروسته د جدول په دوهم ردیف کې دی.
د افغانستان د فوټبال د ۱۶کلنو دغې لوبډلې تر دې وړاندې ترکمنستان ته هم ماته ورکړې او د قرغزستان په وړاندې یې خپله لوبه دوه د دوه پ وړاندې مساوي کړې ده.