د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ کب ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۴۹

نړۍ

د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبدالعزیز مشر ورور ومړ

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز

د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبدالعزیز مشر میرنی ورور شهزاده بندر بن عبدالعزیز د ۹۶ کالو په عمر ومړ.

دی د عبدالعزیز د کورنۍ تر ټولو مشر کس و.

بندر بن عبدالعزیز په سیاست کې کومه ونډه نه درلوده او وختي پاچاهۍ ته له رسېدو پاتې شوی و.

د بندر زوی شهزاده فیصل دا خبره په ټوېټر کې تأیید کړې ده.

د بندر ګڼ زامن مهم دولتي موقفونه لري.

فیصل بن بندر د ریاض والي او عبدالله بن بندر هم د ملي ګارد مشري په غاړه لري.

د سعودي د اوسني پاچا سلمان بن عبدالعزیز د دورې له پیل راهیسې د شاهي کورنۍ اکثر غړي له سیاسته محروم کړای شوي او ان د هغوی له ډلې ځیني بند ته هم اچول شوي و.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ایران کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۸ کسانو ته ورسېد

د ايران د روغتيا وزارت پرون ويلي وو، چې په دغه هېواد کې د کرونا ويروس ٧٨٥ مشکوکې پېښې شته.

ايراني چارواکو په وژونکي ويروس کرونا د دوو نورو کسانو د مړينې خبر ورکړ، چې په دغه هېواد کې ورسره د مړو شمېر ٨ ته ورسېد.

دا له چين څخه بهر په دې ويروس چې رسماً کاويډ-١٩ بلل کېږي، د خلکو د مړينې تر ټولو لوړ شمېر ګڼل شوى دى.

د روغتيا وزارت وياند کيانوش جهانپور نن په دولتي ټلويزيون کې په خبرو کې وويل، په ايران کې په کرونا ويروس ١٥ نور کسان هم اخته شوي، چې ورسره دغه شمېر ٤٣ ته ورسېد.

تر دې مخکې د مازندران ولايت د طبي علومو د پوهنتون رئيس عباس موسوي ويلي وو، په مړو کې هغه شخص هم شامل دى، چې په وروستيو کې له تهران څخه د مازندران ولايت مرکز تُنکابن ته په سفر تللى و.

د ايران د روغتيا وزارت پرون ويلي وو، چې په دغه هېواد کې د کرونا ويروس ٧٨٥ مشکوکې پېښې شته.

په چين کې چې اول دغه ويروس په کې خپور شو، تر اوسه تر ٢٣٠٠ زيات کسان مړه شوي دي.

اردوغان راتلونکې د سوریې په تړاو د فرانسې او جرمني مشرانو سره ګوري

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکيې ولسمشر وايي، د فرانسې او جرمني له مشرانو سره به راتلونکې مياشت په يوه سرمشريزه کې وګوري.

د دې سرمشريزې هدف په سوريه او د ياغيانو تر ولکې لاندې ادلب کې د زياتېدونکي تاوتريخوالي پر وړاندې مبارزه ده.

رجب طيب اردوغان دا اعلان پرون وکړ او ويې ويل چې د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين ورته د مارچ پر پنځمه په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د روسيې ځواکونه د ادلب په شاوخوا کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې پراته دي.

تر اوسه کرملين په دې غونډه کې د پوتين د ګډون خبر نه دى تائيد کړى.

په همدې حال کې د جرمني د صدراعظمې انګيلا مېرکل دفتر دوې ورځې مخکې په يوه اعلاميه کې ويلي و، چې مېرکل او د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون د جګړې د سمدستي پاى ته رسېدو او د اړو انسانانو د بشر دوستانه لاسنيوي غوښتنه کړې ده.

هغې ويلي چې په پام کې لري له اردوغان او پوتين سره د دې تاوتريخوالي د مخنيوي په نيت وګوري.

د سوريې له ادلب ولايت څخه نږدې يو مليون کسان د جګړو له کبله له خپلو کورونو بېځايه کېدو ته مجبوره شوي دي.

ایټالیا د کرونا ویروس له ګواښ سره مخامخ ده

د ایټالیا حکومت پرون وویل، هغو ښارونو ته تګ راتګ ډېر محدودوي چې د کرونا ویروس په کې دی.

د اروپا په کچه ایټالیا د کرونا ویروس له ډېر ګواښ سره مخامخ ده.

د راپورونو پر بنسټ تراوسه دوه کسان په ایټالیا کې د دې ویروس له امله مړه شوي او څه باندې ۵۰ تنه پرې اخته شوي دي.

د ایټالیا حکومت پرون وویل، هغو ښارونو ته تګ راتګ ډېر محدودوي چې د کرونا ویروس په کې دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې په ورځ وویل، په اروپا کې ایټالیا د کرونا تر ټولو ډېرې پېښې لري.

له دې ورهاخوا جرمني او فرانسه دوه نور اروپایي هېوادونه دي چې په یوه کې د کروناویروس ۱۶ او دویم هغه کې ۱۲ پيښې ثبت شوې دي.

په چین کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر څه باندې ۷۶ زرو ته پورته شوی او له دې امله د مړو شویو شمېر هم تر دوه زره او درې سوو ۲۳۰۰ اوښتی دی.

د شمالي مقدونیې پولیسو د افغانانو په ګډون ۴۷ پناغوښتونکي موندلي

راپورونه وایي، موټر چلونکی د پولیسو له لېدو سره سم تښتېدلی او پلټنه یې روانه ده.

د شمالي مقدونیې پولیسو په یوه باروړونکي موټر کې د افغانانو په ګډون ۴۷ پناغوښتونکي موندلي دي.

راپورونه وایي چې دغه شمېر پناغوښتونکي وړمه شپه د بلغاریا او یونان په سرحدي سیمو کې پولیسو ته په لاس روغلي دي.

دغو پنا غوښتونکو کې پر افغانانو سربیره د عراق او پاکستان اتباع شامل دي چې روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ بلل شوی دی.

راپورونه وایي، موټر چلونکی د پولیسو له لېدو سره سم تښتېدلی او پلټنه یې روانه ده.

د شمالي مقدونیې چارواکي وایي، دغه کسان له یونانه د دوی خاورې ته ورغلي او بېرته به یې یونان ته سپاري.

شاوخوا ۱۰ ورځې وړاندې هم د شمالي مقدونیې پولیسو ۵۳ پناغوښتونکي په یوه ورته پېښه کې نیولي و چې ۳۷ یې افغانان وو.

امریکا: روسیه د ټرمپ د بیا ټاکل کېدو کمپاین سره مرسته نه کوي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا د ملي امنیت سلاکار ویلي، هېڅ داسې استخباراتي معلومات نه ویني چې وښيي، روسیه د ډونالد ټرمپ د بیا ټاکل کېدو په کمپاین کې مرسته کوي.

رابرټ اوبراین دا خبرې وروسته تر دې وکړې چې یو شمېر رسنیو پرون وویل، د امریکا استخباراتي ادارې د استازو جرګې غړو ته ویلي چې مسکو د ډونالد ټرمپ او ډیموکراټو د مخکښ نوماند سناتور "بیرني سنډرز" د بیا ټاکل کېدو کمپیان ته هڅې ګړندۍ کړي.

ټرمپ په غصې سره دغه راپورونه غندلي او په کانګرس کې یې د ډیموکراټانو بله له معلوماتو خالي هڅه بللې ده.

بیرني سنډرز هم دا راپورونه رد کړي او روسیې ته یې خبر داری ورکړی چې د امریکا له ټاکنو دې لرې اوسېږي.

امریکا د ایران پارلماني ټاکنې د شرم وړ بللي

هڅه کېږي څو د نن ورځې تر پایه د ایران د پارلماني ټاکنو پایلې اعلان شي.

ټاکل شوې د ایران د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې نن اعلان شي.

ګمان کېږي چې محافظه کاره او سخت دریځه نوماندان به د دغو ټاکنو ګټونکي وي، دغو ټاکنو کې د خلکو ګډون په بې ساري ډول کم ښودل شوی او امریکا دا ټاکنې د شرم وړ بللي دي.

د ایران د ټاکنو کمېسیون پرون ناوخته وویل چې د رایې ورکونې د ۲۰۸ مرکزونو له ډلې یې د ۷۱ هغو رایې شمېرلي دي.

د دغه کمېسیون ویاند اسماعیل موسوي ویلي، دوی هڅه کوي چې د نن ورځې تر پایه پایلې اعلان کړي.

په هغو ټاکنیزو حوزو کې به په اپریل میاشت کې بیا ټاکنې کېږي چې نوماندانو په کې د اچول شویو رایو ۲۰ فیصده نه دې خپلې کړي.

د ایران کورنیو چارو وزارت ویلي، محافظه کاره نوماندان چې مشري یې محمد باقر قالیباف کوي، تر نورو مخکې دي او اټکل دا دی چې خپله قالیباف به د ایران د پارلمان، چې ۳۰ څوکۍ لري، مشر شي.

قزاقستان کې تر ۱۰۰ زیات کسان نیول شوي

د رپوټونو په حواله، پولیسو یو شمېر عادي خلک هم له لارو نیولي دي.

د قزاقستان په الماتا او یو شمېر نورو ښارونو کې تر ۱۰۰ زیات کسان چې غوښتل يې د حکومت د سیاسي مخالفانو په یوه لاریون ګډون وکړي، نیول شوي دي.

په قزاقستان کې ډيموکرات ګوند چې له حکومت سره نه دی ثبت شوی، پرون د فبرورۍ په ۲۲مه وویل چې پولیسو يې پلویان چې د ازادۍ شعارونه یې ورکول، نیولي دي.

د قزاقستان په پلازمېنه او نورو لویو ښارونو کې له پرون سهار راهیسې پولیس په لویو لارو او میدانونو کې ولاړ دي.

د رپوټونو په حواله، پولیسو یو شمېر عادي خلک هم له لارو نیولي دي.

د قزاقستان پر حکومت مکرراً نیوکه کېږي چې پر سوله‌ییزو اعتراضونو او مظاهرو بندیز لګوي.

په قزاقستان کې ۳۰ کاله نورسلطان نظربایف ولسمشر و او په ۲۰۱۹ میلادي کې بلاخره قدرت نوي ولسمشر قاسم جومارت توقایف ته ورسېد.

د ایران په پارلماني ټاکنو کې سخت دریځي کاندیدان مخکې دي

محافظه کار کاندید محمد باقر قالیباف په تهران کې د ۳۰ چوکیو لپاره په ټاکنیزه مبارزه کې تر نورو مخکې شوی دی.

په ایران کې د پارلماني ټاکنو په لومړنیو پایلو کې څرګنده شوې چې محافظه کار او سخت دریځي کاندیدان په ټاکنو کې مخکې دي.

په ایران کې پارلماني ټاکنې د شنبې په ورځ وشوې.

د ایران د کورنیو چارو وزارت پرون د فبرورۍ په ۲۲ مه وویل چې محافظه کار کاندید محمد باقر قالیباف په تهران کې د ۳۰ چوکیو لپاره په ټاکنیزه مبارزه کې تر نورو مخکې شوی دی.

قالیباف مخکې د تهران والي و.

هغه همدا راز د ایران د قدس ځواک د هوايي قواوو قومانداني هم کړې ده.

داسې اټکل کېږې چې قالیباف به دایران د پارلمان مشر هم وټاکل شي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت چې د ټاکنو څارنه کوي، تر اوسه نه دي ویلي چې څومره کسانو رایې اچولې دي.

خو په ایران کې ۵۸ ملیونه وګړي د رایې ورکولو په شرایطو برابر ګڼل شوي دي.

چارواکو د ټاکنو په ورځ درې وارې د راېې اچولو وخت تمدید کړ.

داسې اټکل شوی چې نن به د ایران د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شي.

د ایران پارلماني ټاکنو کې محافظه کاران مخکې دي

ټول هغه کسان چې د ایران دې پارلماني ټاکنو کې کاندید وو، د دې هېواد د ملایانو د ځواکمنې نګهبان شورا له فلتر تېر شوي وو.

په ایران کې د جمعې د ورځې پارلماني ټاکنو د رایو شمېرنه دوام لري او د راپورونو له مخې محافظه کاران په کې مخکې دي.

د څارونکو په باور وروسته له هغې چې یو شمیر اصلاح غوښتونکي او معتدلو کسانو نومونه د کاندیدانو له لیست وایستل شول، په دې ټاکنو له هماغه پیله د محافظه کارانو بریا یقیني شوې وه.

چارواکو درې ځلې د رایو ورکولو وخت ددې لپاره تمدید کړ څو ډیر کسان رایې وکاروي.

تمه کېږي چې وروستۍ پایلې د یکشنبې په ورځ اعلان شي.

ټول هغه کسان چې د ایران دې پارلماني ټاکنو کې کاندید وو، د دې هېواد د ملایانو د ځواکمنې نګهبان شورا له فلتر تېر شوي وو.

دې شورا نژدې نهه زره کاندیدان د کاندیدو وړ ونه بلل.

ایران کې پارلماني ټاکنې پای ته رسېدلي

ایران کې د رایو یو مرکز

په ایران کې پرون، د فبرورۍ په ۲۱مه، ماخوستن د رایو مرکزونه وتړل شول.

د ایران د ټاکنو ادارې درې واره د رايې ورکولو وخت تمدید کړ څو ډېر خلک د رایې اچولو موقع پېدا کړي.

لومړنۍ پایلې به نن معلومې شي خو وروستۍ پایله به یې د دوشنبې په ورځ اعلانېږي.

په ایران کې ۷۱۴۸ کسانو ته اجازه ورکړ شوې وه چې ځانونه کاندید کړي او نږدې ۹۰۰۰ وګړي له کاندیدۍ منع شوي وو.

د کاندیدانو لېست د ایران د اسلامي رژیم د سخت دریځې شوراي نګهبان د یوې څارونکې ډلې تر نظر تېر شوی و او له دې کبله زرهاوو داسې کاندیدان چې د اصلاحاتو ملاتړ یې کاوه، له لېسته وایستل شول.

د ایران د اوسني پارلمان ۹۰ غړي هم په کاندیدانو کې و چې د شورای نګهبان پلاوي یې کاندیدي رد کړه.

په ایران کې ۵۸ میلیونه وګړي د رایې ورکولو په شرایطو برابر ګڼل شوي دي.

د ټرمپ ادارې د امریکا په ټاکنو کې د روسیې لاسوهنه رد کړه

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د امریکا د استخباراتو د ادارې د چارواکو رپوټ رد کړې چې وايي روسیه یو وار بیا د ټرمپ د کمپاین د بریالي کېدو لپاره د ۲۰۲۰ میلادي کال د ټاکنو لپاره په روانو هلو ځلو کې لاسوهنه کوي.

ډونالد ټرمپ پرون د فبرورۍ په ۲۱مه، پر ټوېټر ولیکل چې دا د ناسمو معلوماتو د خپرولو بل کمپاین دی چې د ټرمپ په لیکنه په کانګرس کې ډیموکراټانو پېل کړی دی.

په همدې ورځ د کرېملن ویاند دیمیتري پېسکوف د امریکا د استخباراتو د ادارې د چارواکو رپوټ رد کړ او ویې ویل چې هېڅ حقیقت نه لري.

نیویارک ټایمز، واشنګټن پوسټ او اسوشیتدپرس په جلا جلا رپوټونو کې د پنجشنبې په ورځ وویل چې د امریکا د استخباراتو د ادارې چارواکو د فبرورۍ په ۱۳مه، د بندو دروازو شاته په غونډه کې خبرداری ورکړی چې روسیه لاسوهنه کوي.

دې معتبرو رسنیو د داسې سرچینو په حواله دا خبر خپور کړی و چې له مسئلې خبر و خو د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط یې خبرې کړې وې.

اوکراین کې د تاوتریخوالي لامل څه دی؟

اوکراييني چارواکو ويلي، په هغه الوتکه کې چې له وهان څخه اوکراين ته والوته، ٤٥ اوکراييني وګړي او ٢٧ بهرنيان، دغه راز طبي کارکوونکي او عمله شامل وو.

په اوکراين کې وروسته له هغې تاوتریخوالی پېښ شو، چې د اوکراين لومړۍ ډله وګړي د چين له وهان ښار څخه نووي سانژاري ښارګي ته ولېږدول شول.

ځايي اوسېدونکو پرون سيمې ته د هغو کسانو له لېږد سره مخالفت وکړ، چې د دوى په باور احتمالاً په کرونا ويروس اخته دي.

ځايي اوسېدونکو پر دغو انتقال شويو کسانو د ډبرو ګوزارونه وکړل او له پوليسو سره په شخړه واوښتل.

اوکراييني چارواکو ويلي، په هغه الوتکه کې چې له وهان څخه اوکراين ته والوته، ٤٥ اوکراييني وګړي او ٢٧ بهرنيان، دغه راز طبي کارکوونکي او عمله شامل وو.

د اوکراين ولسمشر ولادمير زيلينسکي پرون په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي، دغې الوتکې چې اوکرايينيان او ګڼ بهرنيان يې لېږدول، د تېلو لپاره د کييف پر هوايي ډګر کښېناسته، وروسته خارکيف ته والوته.

د انتقال شويو کسانو د قرنطين لپاره په خارکيف کې يوه ساحه مشخصه شوې ده.

رسنۍ: روسیه غواړي چې د امریکا په ولسمشرۍ ټاکنو کې لاسوهنه وکړي

ارشیف

امريکايي رسنيو راپور ورکړى چې استخباراتي چارواکو ويلي روسيه غواړي د امريکا د ٢٠٢٠ میلادي کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.

استخباراتي چارواکو د کانګرس غړو ته ويلي چې روسيه دا کار د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له کمپاين سره د مرستې لپاره کوي.

نيويارک ټايمز او واشنګټن پوسټ ورځپاڼو او اسوسېشټېډ پريس خبري اژانس پرون په جلا- جلا راپورونو کې ويلي، چې دا خبردارى د فبرورۍ پر ديارلسمه د تړلو دروازو شاته په جلسه کې ورکړل شوى دى.

دغو سرچينو دا راپور د دوو چارواکو په حواله چې له دې جلسې خبر وو او د نوم نه ښوولو په شرط يې خبرې کړې دي.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په حواله ولسمشر ټرمپ په دې جلسه خواشينى شوى او ويلي يې دي، چې ډيموکراتان به له دغو معلوماتو د ده پرضد استفاده وکړي.

د امريکا استخباراتي چارواکو ويلي چې روسيې د ٢٠١٦میلادي کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هم د ټولنيزو شبکو د کمپاينونو په مرسته مداخله کړې وه.

د دوى په خبره روسيې د ډيموکرات ګوند د ايميلونو په هک کولو سره د ټرمپ د کمپاين له پياوړتيا سره مرسته کړې ده، څو د هغه د سيالې هېلري کلېنټن د ګټلو چانس زيانمن کړي.

ایران کې نن پارلماني ټاکنې کېږي

د ایران د نګهبان شورا په دې انتخاباتو کې د شاو او خوا ۹ زره کسانو د کاندیدو غوښتنه رد کړې ده.

ایرانیانو نن د دې هیواد د پارلمان د غړیو د ټاکلو لپاره رایې ورکول پیل کړي دي.

په دې انتخاباتو کې د ایران د پارلمان د ۲۹۰ څوکیو لپاره له ۱۶ زره زیاتو کسانو نومونه ثبت کړي وو خو د پیاوړې نګهبان شورا له خوا یوازې ۷۱۴۸ کاندیدان تایید شوې دي.

د ایران د نګهبان شورا په دې انتخاباتو کې د شاو او خوا ۹ زره کسانو د کاندیدو غوښتنه رد کړې ده.

د اوسني پارلمان ۹۰ تنه غړي هم د نګهبان شورا له خوا په ننیو انتخاباتو کې له کاندیدو محروم شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتونو د ایران نګهبان شورا تورنه کړې چې په دې انتخاباتو کې یې د هغو کسانو د کاندیدو مخه نیولې چې د ایران د ستر مشر ایت الله علي خامنه يي د پالیسیو پیروي نه کوي.

متحده ایالتونو د ایران ددې انتخاباتو په درشل کې د احمد جنتي سربیره د انتخاباتو پر پنځو چارواکو بندیزونه لګولي دي. جنتي چې د ایران په رژیم کې ځواکمن ملا دی ددې هیواد د نګهبان شورا مشري کوي.

د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازی براین هوک ویلي دا بندیزونه په دې خاطر دي چې دې کسانو د یو شمیر کاندیدانو په مخنیوي د ایران د خلکو لپاره د ازادو او عادلانه انتخاباتو مخه نیولې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یو بیان کې ویلي: ”د جنتي په څېر ملایانو په تیرو ۴۱ کلونو کې د ایران خلک د رایو ورکولو پر مهال له خپل ريښتیني انتخاب بې برخې کړي دي.“

د نوموړې په وینا د ایران خلک پرته له دې چې څنډې ته شي او یا په ډله ایزه توګه ووژل شي، د خپل نظر د څرګندولو حق لري.“

مسکو او دمشق د سوریې په جګړه کې نور هم ښکېل شوي

ارشیف

د روسیې د هوايي ځواک او ترکي ځواکونو په مرسته د سوریې د حکومتي ځواکونو او وسله والو یاغیانو ترمنځ جګړو مسکو او دمشق د سوریې په کورنۍ جګړه کې نور هم ښکېل کړي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څارونکې ډلې د راپور له مخې پرون د فبروري په شلمه نېټه د سوریې شل دولتي سرتېري د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمه کې ووژل شوي دي.

روسي او ترکي چارواکو تایید کړې چې د ادلیب په شمال لویدیځ کې په دې جګړه کې ۱۱ حکومت پلوي سرتېري، ۱۴ د ترکیې پلوي وسله وال او ۲ ترکي سرتېري وژل شوي.

په روسیه کې د جګړې د اړخونو د پخلاینې مرکز په یوه راپور کې ویلي چې په دې جګړو کې د روسیې د هوايي ځواک سو ۲۴ ډوله الوتکو هم برخه درلوده او ترکیې چې د وسله والو یاغیانو ملګرې ده، هم ځوابي حملې کړې دي.

د ترکیې دفاع وزارت ادعا کړې چې د سوریې ۵۰ دولتي سرتېري په دې حملو کې وژل شوي. دواړه خواوې ادعا کوي چې په پرونۍ جګړه کې یې یوبل ته ماتې ورکړې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG