د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۶

د مسکو پولیسو د حکومت د اپوزيسیون ځيني مشران او لاریونوال نیولي او وهلي


د مسکو د پولیسو او لاریونوالو نښته
د مسکو د پولیسو او لاریونوالو نښته

د مسکو پولیسو د حکومت د اپوزيسیون زیات مشران او هغه لاریون کوونکي وهلي او نیولي چې په ټاکنو کې یې د ګډون غوښتنه کوله.

د مسکو پولیسو پرون د جولای په اووه ویشتمه لاریون کوونکي وهلي او ټکولي دي.

په مسکو کې پرونیو لاریون کوونکو غوښتنه کوله چې د اپوزیسیون کاندیدانو ته د مسکو د ښاري شورا په ټاکنو کې د ګډون حق ورکړل شي.

د انتخاباتو چارواکو د حکومت د اپوزیسیون له لوري د ډېرو کاندیدانو نومونه رد کړي دي.

په مسکو کې د پروني لاریون ګډونوالو د کرنټ ټایم ټلویزیون خبریال ته ویلي چې د خپل حق لپاره يې په لاریون کې ګډون کړی دی.

زیاتو لاریون کوونکو ویلي چې خپل پاسپورټونه یې ورسره راوړي وو، ځکه پوهېدل چې پولیس به يې نیسي یا به له بل ډول تشدد سره مخامخ کېږي.

یو لاریون کوونکی چې نوم یې نه دی څرګند کړی، وایي: زه په اول کې زړه نا زړه وم چې دلته راشم که نه، ځکه دا ځای ویروونکی دی، خو ما بل انتخاب نه درلود.

د اوفد اېنفو په نوم یوه سازمان چې په روسیه کې د سیاسي توقیفونو څارنه کوي، پرون ویلي چې د مسکو پولیسو ۳۶۰ لاریون کوونکي نیولي دي.

د مسکو پولیس د یوه لاریونوال د نیولو په حال کې
د مسکو پولیس د یوه لاریونوال د نیولو په حال کې

په مسکو کې پرون د لاریون د څارنې لپاره ګڼ شمېر امنیتي کسان پر لارو او کوڅو کې په دنده ګمارل شوي وو.

پولیسو د دیمیتري ګودکوف، ایلیا یاشین او ایوان ژدانوف په ګډون د حکومت پېژندل شوي مخالفان نیولي دي.

په روسیه کې د مدني ټولنې او بشري حقونو لپاره د جمهوري ریاست د شورا مشر میخایل فېدوتوف ویلي چې امنیتي ځواکونه یې لیدلي چې له هېڅ دلیل پرته یې د لاریون ګډونوال نیولي دي او دا مسئله به د قانون د حاکمیت له ادارو سره بحث ته وړاندې کړي.

د مسکو د پولیسو یوه چارواکي د ازادې اروپا راډیو خبریال ته ویلي چې تر درې نیم زرو زیات وګړي پرون د لاریون لپاره د ښاروالۍ د ودانۍ شااوخوا ته را غونډه شوي وو.

کله چې پولیسو د لاریون کوونکو د خورولو هڅه کوله، د روسیې ملي سرود اروېدل کېده.

د مسکو ښاري شورا ۴۵ غړي لري.

دا مقتدره شورا د قوانینو د وړاندیز صلاحیت لري او حتی کولی شي چې د مسکو ښار د کلنۍ بودجې د لګښت څارنه وکړي چې ۴۳ بيلیونه ډالر دي.

د روسیې د ټاکنو کمېسيون د اپوزیسیون زیات کاندیدان په دې پلمه چې په شرایطو نه دي برابر یا یې کافي لاسلیکونه نه دي را غونډ کړي، دکاندیدانو له لېسته ایستلي دي.

XS
SM
MD
LG