د افغانستان جمهوري رياست تېر ماښام د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د مشرې او ٨ کمېشنرانو پرځاى د نويو کسانو د ګمارل کېدو خبر ورکړ.
د نويو ګمارنو له مخې مېرمن شهرزاد اکبر د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د رئيسې په توګه ټاکل شوې ده.
دا پهداسې حال کې ده چې د بشري حقونو پر خپلواک کمېسيون انتقاد کېږي چې په افغانستان کې يې د بشري سرغړونو او جنايتونو په افشا کې لازم اقدامات نهدي کړي.
د ازادي رآډیو خبریال صالح محمد صالح له نوې ټاکل شوې کمېشنرې شبنم صالحي سره مرکه کړې ده.
په پيل کې يې پوښتنه ورڅخه کړې چې د نويو ګمارنونو له مخې کوم کسان د نويو کمېشنرانو په توګه ټاکل شوي دي؟
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: