د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

ټرمپ: د حافظ سعيد موندل کېدل، پر پاکستان د ۲ کلونو د فشار نتيجه ده


حافظ سعيد
حافظ سعيد

د امريکا د متحدو ايالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د هندوستان د ممبۍ ښار د حملو اصلي طراح تر لس کلنې پلټنې وروسته په پاکستان کې نيول شوى دى.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په ټويټر کې وليکل چې د حافظ سعيد موندل کېدل، پر پاکستان د دوو کلونو د فشار نتيجه ده.

د پاکستان د پنجاب ايالت يوه چارواکي پرون د چهارشنبې په ورځ وويل، د لشکرطيبه ډلې بنسټګر او د هندوستان پر ممبۍ ښار د ٢٠٠٨میلادي کال د حملو مشکوک طراح د ټرورېزم په تور نيول شوى دى.

د امريکا متحدو ايالاتونو حافظ سعيد يو تروريست ګڼلى او د هغه پر سر يې د معلوماتو لپاره چې د سعيد د محکومېدو سبب شي، د ١٠ میليونه امريکايي ډالرو جايزې اعلان کړى و.

امريکا له زياتې مودې راهيسې پر پاکستان تور لګولى چې طالبانو ته يې خوندي پناه‌ځاى ورکړى، ځکه يې نو پر اسلام‌اباد مالي او پوځي مرستې بندې کړي دي.

امريکايي او هندي چارواکو پر حافظ سعيد تور لګولى چې پر ممبۍ ښار يې د ٢٠٠٨میلادي کال په حملو کې مرسته کړې ده.

په هغه حمله کې ١٠ حمله کوونکو برخه درلوده چې پر دوو پرمختللو هوټلونو، د يهودانو پر يوه مرکز او د رېل‌ګادي پر تم‌ځاى يې وکړه او د دوى محاصرې څو ورځې وخت ونيوه. په هغو حملو کې ١٦٦ کسان ووژل شول.

د پاکستان د ټرورېزم ضد ادارې د روانې مياشتې په پيل کې اعلان وکړ چې د حافظ سعيد پر ضد يې ٢٣ دوسيې او د هغه د همکارانو پرضد يې ١٢ دوسيې پرانيستي دي.

دې ادارې پر دغو کسانو تور لګولى و چې د چندې ټولولو د پنځو ادارو په مرسته يې لشکرطيبه ته پيسې ټولولې.

حافظ سعيد چې تر دې مخکې هم د پاکستان له خوا نيول شوى او بيا د پاکستان د محکمو له‌خوا خوشې شوى، يو وار بيا په‌داسې حال کې نيول کېږي چې ټاکل شوې د پاکستان صدراعظم عمران خان واشنګټن ته سفر وکړي.

پاکستان تېره اوونۍ وويل چې عمران خان را روانه دوشنبه امريکا ته په رسمي سفر ځي او له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره به هم وګوري.

سپينې ماڼۍ اته ورځې مخکې ويلي و چې ډونالډ ټرمپ او عمران خان به په جنوبي اسيا کې د سوله‌ييزو شرايطو پر رامنځته کېدلو، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پايدارې همکارۍ، د ټرورېزم په وړاندې پر مبارزه او نورو موضوعاتو بحث کوي.

په پاکستان کې د لشکرطيبه ډلې فعاليت له ٢٠٠٢میلادي کال راهيسې منع اعلان شوى دى.

د حافظ سعيد د نيول کېدو په اړه د هندوستان د حکومت يوه چارواکي ويلي، د لشکرطيبه د مشر حافظ سعيد نيول کېدل کافي نه دي، بلکې دى بايد محاکمه کړاى شي.

XS
SM
MD
LG