د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۰۵

چارواکي: په شمال زون کې په تصفیوي عملیاتو کې ۸۷ طالبان وژل شوي


یو تن افغان سرتېری

په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وایي، د بلخ په څلورو ولسوالیو کې د پراخو تصفیوي عملیاتو پر مهال ۸۷ طالبان وژل شوي چې ۲۲ یې د هغوی قوماندانان وو.

د دغه قول اردو ویاند حنیف رضایي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د شاهین ۲۰۷ په نوم دغه عملیات له تېرو لسو ورځ راهیسې په بلخ، چمتال، چهاربولک او دولت اباد ولسوالیو کې دوام لري.

ښاغلی رضایي وایي: په دوی کې د طالبانو د بېلابېلو کمېسیونونو مسؤلین شامل دي، ۷۷ نور طالبان په دې عملیاتو کې ټپیان شوي او ۷ تنه د افغان ځواکونو له خوا اسیر شوي دي.

د ښاغلي رضایي په خبره، په دغو عملیاتو کې ۷ تنه افغان امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.

طالبانو په دې اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG