د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳۱ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۵۹

مسؤلین: افغان هوایي شرکتونه د اروپا له تور لېسته وتلو ته نږدې کېږي


ارشیف، په کابل کې د هوایي ډګر یو انځور

د افغانستان د ملکي هوایي چلن اداره وایي، ورځ تر بلې د اروپا له تور لېسته د افغانستان د هوایي شرکتونو راوتلو ته نږدې کېږي.

اروپایي ټولنې په ۲۰۱۰ کال کې دغو هېوادونو ته د افغانستان الوتنې بندې کړې او شرط یې کېښود چې د افغانستان د هوایي چلن د خپلواکې ادارې جوړېدل، د هوایې چلن د قوانینو جوړول، مسلکي پرسونل او د هوایي شرکتونو د خدماتو معیاري کېدل هغه شرایط دي چې اروپایي ټولني وضعه کړي او وایي چې د دې شرایطو تر پوره کېدو پورې به د افغانستان الوتنې اروپا ته پرواز نه کوي.

د افغانستان د هوایي چلن د ادارې ویاند محمد قاسم رحیمي د شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل چې په دې برخو کې پرمختګونه شوي دي.

ده وویل: موږ ډېره هیله لرو چې ژر تر ژره د اروپا او افغانستان ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل شي، یو شمېر شرطونه چې د اروپایي ټولنې له خوا ورکړل شوي وو، بشپړ شوي او ځیني نورو باندې کار روان دی، د اروپا یو پلاوی د روان کال په ډېسمبر کې افغانستان ته راځي او زموږ پرمختګونه ارزوي.

اروپایي ټولنې په ۲۰۱۰ کال کې پر افغانستان دا بندیز ولګاوه.

XS
SM
MD
LG