د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳۱ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۳۳

نيويارک ټايمز: خوشحال سعادت په اصلاحاتو کې له ستونزو سره مخ دى


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال خوشحال سعادت

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال جنرال خوشحال سعادت په اړه په لیکنه کې ویلي چې نوموړی هڅه کوي چې د امریکایانو په طریقه د افغانستان په پولیسو کې اصلاحات راولي.

ورځپاڼې لیکلي، ۳۵ کلن خوشحال سعادت افغانستان ته د امریکايي پوځیانو له ننوتو دوه کاله وروسته د افغانستان له ملي اردو سره یوځای شو، د امریکا او بریتانیا په پوځي ښوونځیو کې یې زده کړې وکړې او په یوه تکړه قوماندان بدل شو.

نیویارک ټایمز په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر څرګندونو ته اشاره کړې چې جنرال سعادت یې په افغانستان کې د نوي نسل استازی بللی دی.

د ورځپاڼې له لیکنې سره سم، سره له دې چې د جنرال سعادت په هلو ځلو او کار کې شک نشته، خو نوموړی په هغو اصلاحاتو کې چې زړه یې غواړي، له یو لړ ستونزو سره هم مخامخ دی.

نیویارک ټایمز په دوام کې کښلي، د افغانستان په ملي پولیسو کې چې شمېر یې یوسلو ۱۶ زرو ته رسېږي، نه یوازې فساد شته، بلکې د طالبانو د حملو له کبله مرګ ژوبلې زیاتې دي.

د نیویارک ټایمز له مخې، جنرال سعادت اوس په یوه داسې ارګان کې کار کوي چې د ډېرو په باور د نظم راوستل پکې ګران کار دی.

دې امریکايي ورځپاڼې د خپل راپور په دوام کې کښلي، جنرال خوشحال سعادت تراوسه پورې د افغانستان له ۳۴ امنیه قوماندانانو څخه ۲۷ تنه له دندو لېرې کړي او د ځانګړو ځواکونو ځوان افسران یې د هغوی پر ځای ټاکلي دي.

ورځپاڼه وايي چې ټول هم د جنرال سعادت د کار له ډول سره موافق نه دي.

ورځپاڼې د افغانستان د ملي امنیت د پخواني مرستیال غرني خواخوږي څرګندونې رااخیستي او لیکلي یې دي، سره له دې چې ښاغلی خواخوږی د کورنیو چارو وزارت د مرستیال په توګه د جنرال سعادت ټاکنه په ځای او د ستاینې وړ بولي، خو وايي چې ځوانان زیاتې تجربې ته اړتیا لري.

نیویارک ټایمز وايي، سره له دې چې د جنرال سعادت نوښتونه له هرکلي سره مخامخ شوي، خو دی لا هم د فساد له شته والي ځورېږي او له فساد سره د مبارزې لپاره هره شپه تر ویدېدو مخکې لږترلږه د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پولیسو له ۵ قوماندانانو سره ټيليفوني خبرې کوي او له هغوی پوښتنې کوي.

ده نیویارک ټایمز ته ویلي چې که خپل پولیس همکاران تر فشار لاندې رانه ولي، هغوی به په خپل مسؤلیت کې غفلت وکړي.

وال سټریټ ژورنال:

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د یوه امریکايي پوځي د وژل کېدو خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې د دغه پوځي له وژل کېدو سره سږ کال په افغانستان کې د وژل شویو امریکايي پوځیانو شمېر ۷ تنو ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG