د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

اروپایي ټولنې د امریکا او ایران د کړکېچ په اړه د عراق د وړاندیز ملاتړ وکړ


د اروپایي ټولنې بیرغ
د اروپایي ټولنې بیرغ

اروپایي ټولنې د عراق د هغه وړاندیز ملاتړ وکړ چې د امریکا او ایران ترمنځ د شخړو راکمولو په هدف یې د یوه سیمه ییز کنفرانس د جوړېدو په اړه یې کړی دی.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي پالېسۍ لوړپوړي استازي ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د کرکېچ راکمولو ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

فیدریکا موګریني چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې یې په لومړي ځل بغداد ته سفر کړی، د جولای په ۱۳مه له عراقي چارواکو سره د سیمې پر وروستیو کړکېچونو خبرې وکړې.

نوموړې د عراق د هغه وړاندیز ملاتړ وکړ چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د ترینګلتیا د راکمولو په هدف یې د یوه سیمه ییز کنفرانس د جوړېدو په اړه یې کړی دی.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي پالېسۍ لوړپوړې استازې فیدریکا موګریني
د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي پالېسۍ لوړپوړې استازې فیدریکا موګریني

​دې وویل: اروپایانو دا تجربه کړې چې حتی په ډېرو سختو وختونو کې سره کېناستل او خبرې کول تل تر هغه څه ښه دي چې پر داسې نامعلومو لارو ولاړ شو چې د ټولو لپاره خطرناکې وي، له همدې کبله موږ په بشپړ ډول د سیمه ییز کنفرانس په اړه د عراق د وړاندیز ملاتړ کوو، اروپایي ټولنه یې کاملاً تر شا ولاړه ده او چمتو ده چې د ګټور تمامېدو لپاره د دغې طرحې ملاتړ وکړي.

د ایران له اټمي تړونه د امریکا وتل، پر تهران د واشنګټن بندیزونه لګول، په فارس خلیج کې د امریکایي پوځيانو زیاتېدل او پر ایران دا تور پورې کېدل چې په سیمه کې د تېلو پر څو ټانکرونو په بریدونو کې لاس لري، هغه عمده ټکي دي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ یې اړیکې ورځ تر بلې خرابې کړي او دواړه هېوادونه یې مخامخ جګړې ته سره نږدې کړل.

دغه وضعیت د عراق امنیت له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

عراق چې د تهران او واشنګټن دواړو متحد دی، تر فشار لاندې دی چې پرې نږدې د ایران او امریکا ترمنځ د ستونزو د ډېرېدو په صورت کې یې خاوره د جګړې په ډګر بدله شي.

امریکا دا مهال په عراق کې پوځي اډې او ۵۰۰۰ پوځیان لري.

په عراق کې د امریکایي ځواکونو یو انځور
په عراق کې د امریکایي ځواکونو یو انځور

ایران هم د عراق د شیعه ملېشو ملاتړ کوي چې په هغه ځای کې یې د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې مبارزې کې مهم رول درلود او تر ډېره په عراق کې د امریکا د حضور مخالف دي.

د عراق د بهرنیو چارو وزیر محمد الحکیم د شنبې په ورځ په بغداد کې له اغلې موګریني سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې نوې جګړه به د ترورېزم پر وړاندیز مبارزه اغېزمنه کړي.

دې زیاته کړه: موږ موګریني ته ډاډ ورکړ چې دا سیمه د نوې جګړې لپاره اماده نه ده، ځکه موږ لا تراوسه د ترورېزم پر وړاندې جنګېږو، هره نوې جګړه به د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې پر هڅو فشار زیات کړي، موږ هم ډاډ ورکړ چې خبرې تر ټولو ښه لاره ده.

د عراق د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هېواد یې باید د نورو عربي هېوادونو په ځانګړي ډول کوېټ او عمان سره یوځای د دغو ستونزو په راکمولو کې رغنده رول ولري.

د کوېټ امیر هم تېره میاشت عراق ته تللی و چې د دې ستونزو په اړه خبرې وکړي.

عمان هم د امریکا او ایران ترمنځ د ستونزو د راکمولو لپاره د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی.

د عراق د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد السحف اسوشېټېډ پرېس ته ویلي چې د سیمه ییز کنفرانس د جوړېدو طرحه لا د جوړېدو په حال کې ده، خو دا موضوع بغداد ته له ورغلي اروپایي پلاوي سره مطرح شوه.

موګریني په دې سفر کې د عراق له صدراعظم او ولسمشر سره هم ولیدل.

XS
SM
MD
LG