د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۱۶

روسیه او اوکراین د کړکېچ او د بندیانو د تبادلې په اړه غږېدلي


د روسیې او اوکراین ولسمشران

د روسیې او اوکراین ولسمشرانو پرون په خپل لومړي ځل ټیلیفوني خبرو کې د اوکراین په ختیځ کې د کړکېچ او همدا راز د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې وکړې.

کرملین پرون وویل له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د دې ټیلیفوني خبرو نوښت د اوکراین ولسمشر ولایمیر زلنسکي کړی و.

د اوکراین جمهوري ریاست پر خپله وېب‌پاڼه په یوه بیان کې لیکلي چې زلنسکي د روسیې له‌خوا د نیول شویو اوکرایني ماڼوګانو د خوشې کولو مسئله په خپلو خبرو کې یاده کړه.

دا ټیلیفوني مکالمه څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې زلنسکي په یوه ویډیويي پیغام کې د روسیې له خاورې سره د اوکراین د کریمیا ټاپو وزمې د یوځای کولو او د اوکراین په ختیځ کې د روان کړکېچ په اړه د بحث لپاره له پوتین سره د بېلاروس په پلازمېنه مینسک کې د کتنې غوښتنه وکړه.

هغه په دې بحث کې د امریکا، بریتانیا، فرانسې او جرمني د مشرانو د ګډون وړاندیز هم وکړ.

پوتین تردې دمه ۴۱ کلن زلنسکي ته چې په تېره مې میاشت کې ولسمشر شو، د مبارکۍ پیغام نه‌دی استولی، خو دواړو په تېرو دوو میاشتو کې پر رسنیو یو بل ته نېشداره ویناوې کړې دي.

XS
SM
MD
LG