د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۲۸

د شاتوت بند د جوړېدو چارو ولې له خنډ سره مخ شوې؟


ارشیف، د کجکي بند

د اجرائیه رئیس د لومړي مرستیال انجنیر محمد خان تر مشرۍ لاندې د شاتوت بند د جوړېدو د چارو پر وړاندې د ستونزې د هواري په هدف غونډه جوړه شوه.

د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال ویاند حیبب الرحمن ابراهیمي نن د پنجشنبې په ورځ ازادي رایو ته وویل:"په‌دغه غونډه کې بېلابېل موضوعات څېړل کېږي او دا به معلومه وي چې د شاتوت بند د جوړېدو چارو ولې له خنډ سره مخ شوې او په‌دې اړه پرتې ستونزې به حل کوي."

ښاغلی ابراهیمي زیاتوي له څه مودې راهیسې د شاتوت بند چې د کابل په شمال کې جوړېږي کارونه یې ټکني شوي دي.

د ولسمشر د اجرائیه رئیس د لومړي مرستیال په مشرۍ د کورنیو چارو، اوبو لګولو، ښار جوړولو د کانونو او پترولیم وزارتونو ته دندې سپارلي چې دغه ستونزه حل کړي.

د شاتوت بند د جوړېدو چارې تېرکال د شاوخوا ۲۳۶ میلیونه ډالر په ارزښت پیل شوې او ټاکل شوې وه چې په درې کلونو کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG