د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

د افغانستان په اړه د ځينو نړیوالو ورځپاڼو شننې او سپړنې


ګلوب اینډ مېل:

ګلوب اینډ مېل ورځپاڼې د افغانستان د جګړې او سولې په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

د مقالې عنوان دی، په داسې حال کې چې افغانان په قطر کې له طالبانو سره ویني، وروستۍ حملې د سولې خبرې تر سیوري لاندې راوستلي دي.

د مقالې لیکوال په غزني ولایت کې د یکشنبې په ورځ د طالبانو حملې ته په اشاره ليکلي چې پکې څوارلس کسان ووژل شول او ۱۸۰ د کوچنيانو په ګډون ټپیان شول.

دا حمله د افغانستان د لويې ډلې سياستوالو او مدني ټولنې د غړو او طالب استازو تر منځ په قطر کې د غونډې له پیل سره پر یوه ځای وشوه.

له اندېښنو سره یو ځای د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د اووم پړاو خبرې تر اوسه تر ټولو اغېزناکې بللي.

دواړو لوریو د افغانانو د لویې ډلې او طالب استازو ترمنځ په قطر کې د دوه ورځنۍ غونډې په خاطر خبرې ځنډولې وې.

ټاکل شوې ده چې دا خبرې بېرته د سې شنبې په ورځ د جولای په نهمه پيل شي.

پرېس ژورنال:

پرېس ژورنال ورځپاڼې د بريتانيا د موزیم د هغه اقدام په اړه لیکلي چې له مخې به یې غلا شوي لرغوني اثار بېرته افغانستان او عراق ته ورکړي.

په مقاله کې راغلي چې یو شمېر تاریخي اثار چې په دې وروستیو کلونو کې د جګړو پر مهال په غیر قانوني توګه بريتانيا ته صادر شوي وو، بېرته افغانستان او عراق ته ورکول کېږي.

لیکوال وايي چې د ګندهارا د زمانې مجسمې هم په دغو اثارو کې شاملې دي.

د وځپاڼې په وینا، دا مجسمې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې په غیر قانوني توګه له افغانستانه پېښور ته وړل شوي او له هغه ځایه د بریتانيې هيډرو ته وړل شوې وې.

کريک بَز:

کريک بَز ويبپاڼې د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم په اړه لیکلي دي.

مقاله دې خبرې ته اشاره کوي چې افغانستان د ۲۰۱۹ میلادي کال په کرکټ نړيوال جام سيالیو کې نهه لوبې وکړې او نهه سره یې وبایللې، خو له پاکستان سره په لوبه کې افغان لوبډله لږ څه وځلېده، خو د مقالې په وینا، حقیقت دا دی چې افغان کرکټ لوبډلې په نړیوال جام سيالیو کې د متوسطې کچې لوبې وکړې.

مقاله لیکي چې د نړيوال جام سيالیو په اخري لوبه کې افغانستان د اکرام علي خېل غونډې يو غمی وموند چې ثابته یې کړه، اوس وخت را رسېدلی چې پر همده پانګونه وشي.

مقالې یو شمېر ستونزو ته اشاره کړې ده چې د افغانستان کرکټ لوبډله د نړيوال جام سیالیو ته تر تګ مخکې لا ورسره مخامخ وه.

لومړی د مقالې په وینا، دا چې د کپتان تغيیرېدو او دا چې افتاب عالم له ټيمه لېرې کړای شو، نو دې خبرو افغان ټيم ته زیان واړاوه.

XS
SM
MD
LG