د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۵ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۱۹

زاخیلوال: د سولې په اړه بین الافغاني ناسته لویه لاسته راوړنه لري


افغان سیاستوال حضرت عمر زاخېلوال

د افغانستان د سولې په تړاو د دوحې بین الافغاني ناسته په یوې داسې موافقې پای ته ورسېده چې ګډونوال یې ترې خوښ دي.

د دې ناستې یوه مهم ګډونوال افغان سیاستوال حضرت عمر زاخېلوال د ناستې تر پای وروسته بېګاه شپه ناوخته ازادي راډیو سره ځانګړې مرکه وکړه.

هغه وویل چې پرونۍ ناسته پنځلس ساعته اوږده وه او بالاخره د تاوتریخوالي د بندېدو او د سولې د مذاکراتو د پیل په ټینګار سره پای ته ورسېده.

له ښاغلي زاخېلوال سره د ازادي راډیو خبریال صفي الله ستانکزي مرکه کړې او لومړی يې ورنه پوښتنه کړې چې د دوحې د بین الافغاني ناستې په پرېکړه کې کوم مسایل ډېر مهم دي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:32 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG