د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۵ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۳۷

داوود: امریکا او پاکستان د افغانستان د سولې په اړه یو تفاهم ته رسېدلي


افغان کارپوه حاجي سید داوود

د سیاسي چارو یو شمېر افغان پوهان وايي، به قطر کې پیل شوې بین‌الافغاني خبرې د یوه پُل حیثیت لري او دا به د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو ته لاره هواره کړي.

له دې ډلې سید داوود وايي، امریکا او پاکستان د افغانستان د سولې په اړه یو تفاهم ته رسېدلي نو ځکه خوشبینۍ ډېرې دي.

له ښاغلي داوود سره د ازادي راډیو خبریال اجمل تورمان مرکه کړې او په سر کې یې د قطر د روانې غونډې په اړه ترې پوښتلي دي.

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:05 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG