د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۹ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۰۸

انډین ایکسپریس: اکرام علي خېل د سچن ټنډولکر ریکارډ مات کړ


افغان لوبغاړی اکرام علي خېل

د بحران نړيواله ډله:

د بحران نړيوالې ډلې په دې اړه یوه مقاله خپره کړې ده چې په افغانستان کې ځايي خلک تر دې چې سولې ته فکر وکړي، له تاوتريخوالي اندېښمن دي.

دا مقاله یوه افغان څېړونکي عثمان برهان لیکلې ده.

لیکوال ويلي چې د طالبانو تر کنټرول لاندي سیمو ته تللی او ورته معلومه شوه چې د سولې په خبرو کې پر پرمختګ او د تېر کال پر موقتي اوربند سربېره خلک سولې ته لږ هیله مند دي او د ده په وینا، لامل يې د تاتریخوالي زياتوالی دی.

د مقالې لیکوال وايي، د روان کال په کوچني اختر کې دی وردک، غزني او پکتيا ته ولاړ او پوه شو چې ځايي خلک د تېر کال د اختر غوندې خوشاله نه وو.

ده لیکلي چې هېڅ څوک د طالبانو او امريکا تر منځ د سولې د خبرو په فکر کې نه دي، بلکې ډېری خلک د لیکوال په وینا د تاتریخوالي د کچې زياتېدو له کبله اندېښمن دي.

د مقالې لیکوال وايي، ځايي خلک، ښځې او نر د نړيوالو او افغان ځواکونو د هوايي بمباریو له کبله اندېښمن وو او له بلې خوا له طالب جګړه مارانو په عذاب وو.

په مقاله کې راغلي چې سخت دريځي د عادي خلکو له کورونو د سپر په توګه استفاده کوي.

مقاله لیکي چې د تېر کال د اختر غوندې د خوشالیو د بېرته راتګ امکان شته او یو ځل ټوپکونه چپ شوي دي، نو دا کار بيا هم کېدای شي.

یو شمېر نړيوالو رسنیو د افغانستان د کرکت ملي ټيم بې ساري ریکارډ ته پام کړی دی.

انډین ایکسپریس:

انډین ایکسپریس لیکلي چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم بټسمین یا توپوهونکي اکرام علي خېل د هندوستان د تکړه لوبغاړي سچن ټنډولکر ریکارډ مات کړ.

علي خېل د ۲۰۱۹ میلادي کال د نړيوال جام سيالیو په لړ کې د افغانستان او ویسټ انډیز تر منځ په وروستۍ لوبه کې په اتلس کلنۍ کې وکړای شول چې افغانستان ته ۸۶ منډې وکړي.

انډین ایکسپریس ويلي چې که څه هم د افغانستان ټیم وبايلله، خو علي خېل د ټنډولکر په پرتله ښه لوبه وکړه.

ورځپاڼې لیکلي، ټنډولکر په تر تلس کلنۍ زیات عمر کې د کرکټ په نړيوال جام سيالیو کې په ۱۹۹۲میلادي کال کې د زمبابوې پر وړاندې وکړای شول چې ۸۱ منډې جوړې کړي.

کرکټ ورلډ:

کرکټ ورلډ ورځپاڼې همدې موضوع ته پام کړی او د اکرام له قوله يې لیکلي چې وايي د ۸۶ منډو په جوړولو ډېر خوشاله دی.

افغانستان د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړيوال جام په سیالیو کې ټولې اته لوبې بايللي دي، خو د ورځپاڼې په وینا، د کرکټ د مینه والو تر منځ د ناهيلیو تر څنګ د علي خېل ریکارډ دوی ته د ویاړ احساس ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG