د چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي چې د سولې عالي شورا او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د کارونو ترمنځ باید تفکیک رامنځته شي.
د دغو کارپوهانو له ډلې خالد سادات ازادي راډیو ته وویل، د سولې مشورتي چارې باید د سولې عالي شورا او د سولې له تړون وروسته د موافقې د پلي کېدو چارې باید د سولې په چارو کې د دولت وزارت ته وسپارل شي.
له ښاغلي سادات سره رحمت الله افغان مرکه کړې او په سر کې یې د سولې د عالي شورا د کارونو د موثریت د څرنګوالي په اړه پوښتنه کړې؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: