د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۴۳

ګُرجستان کې له یوې اوونۍ راهیسې پراخې مظاهرې روانې دي


ګُرجستان کې مظاهرې

د ګُرجستان پایتخت تبلیسي د ۷مې ورځې لپاره د پرله‌پسې پراخو مظاهرو شاهد و.

اعتراض کوونکو د پولیسو پر تاوتریخوالي او د روسیې پر وړاندې د دولت په سیاست غصه دي.

له دندې څخه د ګُرجستان د بهرنیو چارو د وزیر لیرې کول او تر وخت مخکې پارلماني انتخابات ترسره کول هم د اعتراض کوونکو مهمې غوښتنې دي.

د ګُرجستان د پارلمان رئیس د اعتراضونو په هماغه پیل کې له خپلې څوکۍ استعفا کړې.

د تېرې شپې په اعتراضونو کې یو شمېر معترضینو، هغه ۱۸ کلن اعتراض کوونکي سره د یووالي په خاطر یوه سترګه تړلې وه چې د دې مظاهرو په پیل کې یې د پولیسو په مردکي یوه سترګه ړنده شوې.

دې اعتراض کوونکو د شپې په پای کې د اروپايي ټولنې ملي سرود هم وغږاوه.

اعتراض کوونکو وروسته له هغې مظاهرې پیل کړې چې د ګُرجستان په پارلمان کې د روسیې د پارلمان یو غړي ته اجازه ورکړل شوه چې د رئیس په څوکۍ کېني.

XS
SM
MD
LG