د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳۰ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۱۶

ویس وردګ: سیمه‌ییز اتصال د پاکستان اقتصادي وضعیت ښه کولای شي


امریکا کې د هارټفورډ پوهنتون د سیاسي علومو استاد ډاکتر احمد ویس وردګ

هغه سیاسي شنونکي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې څاري په‌دې باور دي چې پاکستان ته د ولسمشر محمد اشرف غني وروستی سفر د دواړو هېوادونو لپاره یو فرصت دی چې په خپلو کې په سیاسي او اقتصادي اړیکو شته بې‌باورۍ راکمې کړي.

په امریکا کې د هارټفورډ پوهنتون د سیاسي علومو استاد ډاکتر احمد ویس وردګ، باور لري چې پاکستان د ورپېښو اقتصادي ستونزو او نړیوالو فشارونو له کبله اړ دی چې افغانستان سره د خپلو اړیکو په ښه کولو او د دې هېواد په سوله کې په رښتینې همکارۍ خپل ځان له اوسني بحران وباسي.

د ویس وردګ په باور، سیمه‌ییز اتصال چې افغان ولسمشر پرې ټینګار کوي داسې څه دي چې ټینګېدل‌یې د پاکستان اقتصادي وضعیت ښه کولای شي.

له ډاکتر احمد ویس وردګ سره اسلام‌اباد ته د ولسمشر محمد اشرف غني د تازه سفر په اړه د ازادي راډیو خبریال اجمل اند مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:50 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG