د افغانستان د تکواندو ملي ټیم د هند په «جي ۱» نړیوالو لوبو کې اتلولي وګټله.
دا خبر د تکواندو ملي فدراسیون نن د دغو لوبو له عکسونو سره یوځای په خپله فېسبوک پاڼه خپور کړی دی.
افغان ټیم په دې لوبو کې د ځوانانو او تنکیو ځوانانو په مټ د سرو زرو اته، د نقرې شپږ او د برنزو څلور مډالونه ګټلي دي.
د هندوستان د «جي ۱» تکواندو لوبو ته د افغانستان، زېمبابوې، بوتان، هندوستان، استرالیا، نیپال، قزاقستان، عمان، عربستان، قطر، جاپان، کرواسیا، سوریې او بنګلهدېش شااوخوا دوه نیم زره تکواندو کوونکي ورغلي و.
د طلا مډال ګټونکو لوبغاړو ته ۱۰ امتیازه او د نقرې مډال ګټونکو ته شپږ امتیازه ورکړل شوي چې نړیوالو اتلولیو او المپیکي لوبو ته د ورتلو په برخه کې به ترې کار واخلي.
دا لوبې د جون تر ۱۶مې روانې وې او ننیې د پای مراسم ترسره شول.