د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۸

د طالب زندانیانو خوشې کول، سولې ته د نژدې کېدو هڅه او که انتخاباتي کمپاین؟


آرشیف، له پلچرخي یو شمېر زندانیان د خلاصون پر مهال. January 11, 2018
آرشیف، له پلچرخي یو شمېر زندانیان د خلاصون پر مهال. January 11, 2018

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي، یو شخص د افغانستان د سولې اتل نه شي کېدای، که د طالب زندانيانو خوشې کول د انتخاباتي کمپاین یوه برخه شي، نو دغه ډول اقدامات به د سولې بهير ته زيان واړوي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه: "د طالبان زندانيانو خوشې کولو په ګډون، وروستي اقدامات د ښه نیت لپاره وو، خو که دغه ډول اقداماتو ته کمپایني بڼه ورکړل شي او له انتخاباتي کمپاینونو سره ارتباط ورکړل شي، نو تأثیرات به‌یې کم شي. زموږ اراده دا نه‌ده چې زرګونه کسان دي، د ټول عمر لپاره په زندان کې پاتې وي او یا دې جګړه دوام ومومي، خو د انتخاباتي کمپاين موده را نژدې شوې ده. که د سولې خبره کوو، نو سوله په یوه شخص پورې اړه نه‌لري او یو شخص نه‌شي کولای چې د سولې اتل شي."

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا د غونډې په پیل کې وویل، خلکو ته کار او خدمت کول، په ځانګړي توګه سوله د دولت مسؤلیت دی او دولت باید د خلکو سالم استازیتوب وکړي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس د وزیرانو شورا په تېره غونډه کې دې ټکي ته په اشارې سره چې دولتي امکانات باید د انتخاباتو کمپاین لپاره و نه‌کارول شي، ویلي و چې په دولتي ادارو کې د ځينو اشخاصو مقررۍ سیاسي بڼه لري او زياته يې کړه چې انتخاباتي فضا ته په کتو سره بايد د جمهوري ریاست د نوماندانو اندیښنو ته باید پام وشي.

که څه هم چې د دوشنبې ورځې په غونډه کې ښاغلی عبدالله د انتخاباتي کمپاین په اړه کوم ځانګړي نوماند ته اشاره و نه‌کړه، خو تردې وړاندې يې د جمهوري ریاست د نوماندانو په یوه خبري ناسته کې ویلي و چې ولسمشر د تېرو کلونو د ځینو نیمګړو پروژو په پرانېستلو سره د ځان په ګټه کمپاین کوي.

دا څرګندونې په‌داسې حال کې کېږي چې جمهور رئیس غني تېره اوونی له زندانونو څخه د ۹۰۰ طالب زندانيانو د خوشې کولو فرمان ورکړ او د دې فرمان له مخې تردې دمه د افغانستان له زندانونو ۵۰۰ طالب زندانيان خوشې شوي دي.

د جمهوري ریاست ویاندویانو په‌دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه‌شول.

د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ رئیس یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل، دوی اندېښنه لري چې د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې یو ځل بیا د ۲۰۱۴ میلادي کال د انتخاباتو جنجالي تجربه تکرار نه‌شي.

د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ رئیس یوسف رشید
د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ رئیس یوسف رشید

دی وايي: "د حکومت ځینو سیاسي مخالفینو دې ټکي ته اشاره کړې وه چې د ۲۰۱۴ میلادي کال په انتخاباتو کې د طالبانو او جمهوري ریاست د ځینو نوماندانو ترمنځ تړون شوی و چې له مخې به‌یې د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې د رأی ورکولو فرصتونه برابر کړي او یا په انتخاباتو کې و نه‌کړي. نن چې هم د ځينو نوماندانو له‌خوا کومه اشاره شوې، د ۲۰۱۴ میلادي کال د تجربو د تکرار ویره ده. له بده‌مرغه هغه اقدامات نه کېږي چې د غیرقانونې فعاليتونو مخنیوی وکړي."

ښاغلی رشید وایي چې په ځینو مواردو کې د ځینو نوماندانو له لوري کمپایني هڅې لیدل شوي دي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې پخوانی مرستیال او ولسمشر غني ته نژدې شخص نذیر احمدزی وایي چې د دې اقدامات هدف سولې ته رسېدل دي، نه انتخاباني کمپاین.

د ښاغلي احمدزي په خبره، خلک د ټولو هغو هڅو هرکلی کوي چې سولې ته رسېدو په لار کې مرسته وکړي، بايد داسې څرګندونې و نه‌شي چې په نتيجه کې يې پر انتخاباتو باندې د خلکو باور ته زيان ورسېږي.

نذیر احمدزی
نذیر احمدزی

ښاغلي احمدزي زیاته کړه: "هر هغه اقدام چې سولې ته په رسېدو کې له موږ سره مرسته وکړي، هرکلی یې کوو. تاسو وګورئ چې زندانونه ډک شوي دي. دوهم دا چې د جګړې د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا نشته. د دې لپاره چې د اعتماد فضا جوړه شي، دا یو نېک اقدام دی او خلک نیوکه نه ورباندې کوي، بايد د دواړو مشرانو له لوري داسې څرګندونې و نه‌شي چې پر ټاکنو باندې د خلکو باور ته زيان ورسېږي."

د احمدزي په وینا، خلک له ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې د سولې د ټینګښت لامل شي او بايد داسې څرګندونې و نه‌شي چې انتخاباتو باندې د خلکو باور ته زيان ورسېږي.

راپور: مرسلین ارسلا

XS
SM
MD
LG