د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

په اسرائیل کې هغه سیمه چې د ټرمپ په نوم نومول شوې، لس اوسېدونکي لري


د جولان په غونډیو کې دا سیمه پخوا د بروخيم په نوم وه.
د جولان په غونډیو کې دا سیمه پخوا د بروخيم په نوم وه.

اسرائيل د یکشنبې په ورځ د جولان په غونډیو کې یوه نوې ودانه شوې سیمه د ټرمپ په نوم نومولې ده.

دا اقدام د ټرمپ هغې پرېکړې ته په درناوي شوی چې په مارچ مياشت کې يې وویل، دا سیمه به د اسرائیل د برخې په توګه په رسميت وپيژني.

  • دا سیمه چې د ټرمپ په نوم نومول شوې، څومره اوسېدونکي لري؟

د جولان په غونډیو کې دا سیمه چې مخکې يې نوم بروخيم وو، لس اوسېدونکي لري.

راپور وايي چې د اسرائيل صدراعظم بنیامن نتانیاهو هيله‌مند دی د سیمې د نوم تر بدلولو وروسته به نور خلک هم دغه ځای ته کډه یوسي او هلته به مېشت شي.

بنیامن نتانیاهو پرون د یکشنبې په ورځ په‌دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړ. ده ټرمپ د اسرائيل ستر ملګری وباله. ده دا یوه تاريخي ورځ وبلله.

د اسرائیل صدراعظم په جوړو شوېو مراسمو کې ګډون وکړ.
د اسرائیل صدراعظم په جوړو شوېو مراسمو کې ګډون وکړ.

ټرمپ هم په ورته غبرګون سره پر خپله ټويټرپاڼه د دغو مراسمو عکسونه خپاره کړل او د اسرائيل څخه يې مننه وکړه او ويې لیکل چې د اسرائيل دولت ورته لوی درناوی کړی دی.ویل کېږي دا نوم اوس‌مهال یوازې په اصول کې بدل شوی دی.

  • خو ایا په عمل کې به دا سیمه همداسې اباده شي، لکه د اسرائيل صدراعظم چې يې هیله لري؟

د اسرائيل چارواکي هيله‌مند دي چې د بروخیم سیمه به ودانه او پراخه شي.

رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په‌دې اړه شوی توافقه لیک ښيې چې دا پلان له عملي کېدو لېرې دی ځکه تر اوسه په رسمي توګه دا پرېکړه د سیمې د نوم او دقيق موقعیت په خاطر تر وروستي تأييد نه‌ده تېره شوې.

توافقه‌لیک وايي، وړانديز کېږي چې که دا ټولنه رامنځته شي، نوم به‌یې ټرمپ وي.

دې خبرې ته ډېر تمایل ځکه هم نه‌دی ښودل شوی چې نتانیاهو مؤقت حکومت پر مخ وړي او په اپرېل مياشت کې تر انتخاباتو وروسته د يوه ائتلاف په رامنځته کولو کې پاتې راغلی دی.

د ده سیاسي مخالفینو د یکشنبې د ورځې په مراسمو ملنډې ووهلې او جعلي يې وبلل.

د رویټرز راپور وايي چې د ټرمپ سلاکارانو تمه درلوده روانه مياشت به دا پلان عملي شي خو چارواکي وايي، دا اقدام ښايي په اسرائيل کې د سېپټمبر تر انتخاباتو مخکې احتمال ونه‌لري.

اسرائيل د ۱۹۶۷میلادي کال کې د جولان غونډۍ له سوريې څخه ونيولې او په ۱۹۸۱میلادي کال کې يې له سوريې جلا کړې.

د اسرائیل دا اقدام د نړيوالې ټولنې لویې برخې رد کړی دی.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG