د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: په هُرمز تنګي کې به ازادانه بیړۍ چلونه ډاډمنه کړو


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ایران یو وار بیا تورن کړ چې د خلیج په اوبو کې یې د تیلو پر ټانکرونو برید کړی.

تېره پنجشنبه د عمان په خلیج کې د ایران د سواحلو په ۲۵ کیلومترۍ کې دوه تیل وړونکې بیړۍ تر برید لاندې راغلې او اور یې واخېست.

ښاغلي پامپیو د جمعې په ورځ ایران تورن کړی و چې دا برید یې کړی او پرون یکشنبه یې له فاکس نیوز سره د دې تور په تکرار دا هم وویل چې امریکا به د هُرمز له تنګي د تیلو ازادانه انتقال ډاډمن کړي: "موږ به په هُرمز تنګي کې ازادانه بیړۍ چلونه ډاډمنه کړو. دا یوه نړیواله ستونزه ده او ټولې نړۍ ته مهمه ده. امریکا متحده ایالاتونه به دا یقیني کړي چې دغه هدف ته د رسېدو لپاره ټول اړین ډیپلوماټیک او غیر ډیپلوماټیک ګامونه واخېستل شي."

د هُرمز تنګي یوې غاړې ته د ایران هرمزګان او بلې غاړې ته یې د عمان مُسَندَم ولایت پروت دی.

ایران له کله چې د امریکا له بندیزونو سره مخ شوی تل د دې تنګي د تړلو ګواښ کړی دی.

د نړۍ درېیمه برخه تیل له هُرمز تنګي تیریږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ونه ویل چې د هُرمز تنګي د خوندي ساتلو لپاره په کومو لارو فکر کوي او یا دا چې له ایران سره به څه کوي؟

پامپیو پرون یکشنبه له فاکس نیوز سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې ایران د عمان په خلیج کې د دوو بیړیو په چاودنه کې لاس لري.

دی وايي: "دا بریدونه د ایران اسلامي جمهوریت له‌خوا د یوه روښانه هدف په خاطر په نړیوالو سوداګریزو انتقالاتو او د سوداګرۍ په ازادي شوې. هغه هدف د هُرمز تنګي له لارې د تګ راتګ مخنیوی دی."

محمد بن سلمان: ایران د عمان په خلیج کې په دوو بیړیو برید کړی.
محمد بن سلمان: ایران د عمان په خلیج کې په دوو بیړیو برید کړی.

د پامپيو تر خبرو مخکې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان هم ایران تورن کړ چې د عمان په خلیج کې په دوو بیړیو برید کړی.

هغه له شرق الاوسط ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې چې پرون د یکشنبې په ورځ خپره شوه وویل، سعودي عربستان په سیمه کې جنګ نه غواړي خو د خپلو خلکو، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت په خاطر د هر ډول ګواښ دفاع ته ولاړ دی.

په عمان خلیج کې په دوو بیړیو برید د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم غندلی و.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف بیا ان د جمعې په ورځ د امریکا تورونه چې ګواکې دا بریدونه ایران کړي رد کړي و.

جواد ظریف په ټویټ کې لیکلي و چې امریکا په بیړه او له شواهدو پرته ایران د تیل وړونکو بیړیو په برید تورن کړ.

پرون یکشنبه د ایران د پارلمان رئیس علي لاریجاني تور پورې کړ چې امریکا د دې بریدونو تر شا ده.

هغه ویلي، امریکا ځکه دا برید وکړ چې په ایران باندې یې بندیزونو د ده په خبره کار ورنه کړ.

تردې شاوخوا یوه میاشت مخکې د اماراتو فُجیره بندر ته نږې څلور بیړۍ تر برید لاندې راغلې وې چې هلته هم امریکا ایران تورن کړی و.

ایران هلته هم تورونه نه و منلي.

XS
SM
MD
LG