د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

ولسمشر غني: موږ د سیاسي حل د موندلو لپاره د امریکا تعهد معتبر ګڼو


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

په افغانستان کې د سولې لپاره د نړیوالو هڅو له زیاتېدو سره جرمني او چین یو وار بیا رامخکې شوي او ویلي یې دي چې د سولې لپاره د بین الافغاني خبرو په پیل کې مرسته کولی شي.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد هم له خوشبینۍ ډکې خبرې کوي او د طالبانو له سیاسي استازو سره د اوومې کتنې لپاره به قطر ته ځي.

خلیلزاد او د طالبانو استازو شپږ وارې سره کتلي دي، خو په هغو څلورو مهمو مسئلو چې خلیلزاد یې یادونه کړې، وروستۍ موافقې ته نه دي رسېدلي.

زلمي خلیلزاد ویلي چې طالبان باید د دې ضمانت ورکړي چې افغانستان به بیا د ترورېزم ځاله نه وي او امریکا ته به ګواښ نه پېښوي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازی زلمی خلیلزاد

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش، اوربند او د بین الافغاني خبرو پیل چې حکومت هم په کې وي، هغه اساسي مسئلې دي چې د خلیلزاد په وینا، پر ټولو به موافقه کېږي او که نه پر یوه هم موافقه نه شي کېدی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون د قرغزستان په پلازمېنه بشکېک کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشرانو ته وویل: "موږ د سیاسي حل موندلو لپاره د امریکا تعهد معتبر ګڼو او د سولې په اړه د نړیوالې اجماع جوړولو په خاطر له ټولو خپلو نړیوالو شریکانو سره ضروري هماهنګي لرو، خو ستر پرمختګ د سولې لپاره سیمه ییزه اجماع غواړي او همدا راز باید د طالبانو پر ملاتړ کوونکو د هغوی د اتکا مسئله حل شي.

همدې کنفرانس ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې د افغانستان وضعیت ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.

پوتین وویل: "لکه څرنګه چې نورو همکارانو دلته وویل، د افغانستان حالاتو ته باید جدي پام وشي، افغانان ملي روغې جګړې او اقتصادي ملاتړ ته اړتیا لري."

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې د وینا په حال کې
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې د وینا په حال کې

​د پرونۍ غونډې د کوربه هېواد قرزغستان ولسمشر سورنبای جینیبېکوف او د هند صدراعظم نرېندرا مودي هم په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره له روانو هڅو سره د همکارۍ ټټر وهلی دی.

د چین ولسمشر د کنفرانس په څنډه کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي دي او د افغانستان د سولې لپاره یې د پاکستان همکاري مهمه بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې اليس وېلز د جون په دیارلسمه د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته په استولي یادداشت کې د افغانستان د سولې لپاره د پاکستان پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

الیس وېلز کانګرس ته په یادداشت کې لیکلي چې پاکستان باید د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ وکړي او د سخت دریځو له ملاتړه لاس واخلي.

هغې لیکلي چې له ترورېستي ډلو د پاکستان ملاتړ د منلو وړ نه دی او امریکا په دې اړه جدي دریځ غوره کړی دی.

XS
SM
MD
LG