د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ غبرګولی ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۱۲

دفاع وزارت: پوځي عملياتو کې تر ١٢٠ زيات مخالف وسله‌وال وژل شوي


ارشیف، افغان ځواکونه په هلمند کې د عملیاتو پر مهال

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې د دولت تر ١٢٠ زيات مخالف وسله‌وال وژل شوي دي.

دغه وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د بېلابېلو پوځي عملياتو په نتيجه کې ١٢٦ وسله‌وال چې په اعلاميه کې «ترورېستان» بلل شوي، وژل شوي دي.

اعلاميه وايي، دغه پوځي عمليات چې د ناټو قاطع ملاتړ هوايي ځواک‌يې ملاتړ کاوه په زابل، میدان وردګ، غزني، هلمند، فراه، سرپل، بادغیس، تخار، بلخ، غور او کاپیسا کې شوي دي.

د دغو عملياتو پر مهال د ٧٦ نورو وسله‌والو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.

دفاع وزارت وايي، په وژل شويو او ټپيانو کې د وسله‌والو مهم مشران هم شامل دي.

خو دغه ارقام د خپلواکو سرچينو له‌خوا نه‌دي تأييد شوي.

XS
SM
MD
LG