د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۳۰ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۳۹

د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونه: تدارکاتي پروسه شفافه نه‌ده


د افغانستان په نقشه کې د پکتیا ولایت

د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په‌دغه ولایت کې تدارکاتي پروسه په شفاف ډول پر مخ نه‌ځي.

د دغې خونې رئیس نصیر عالمیار نن د سې شنبې په ورځ په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د ۳۰۰ په شااوخوا کې ساختماني او د ۶۰۰ په شااوخوا کې سوداګریز شرکتونه لرو چې موږ سره دلته ثبت دي، له بده‌مرغه د دولت له‌خوا په دواطلبیو کې دوی ته ونډه نه‌ورکول کېږي."

ښاغلي عالمیار وویل چي په پکتیا کې د داوطلبۍ پروسه په قانوني ډول نه ترسره کېږي او په خبره‌یې په تدارکاتي ادارو کې د فساد له امله پروژې یوازې څو محدودو شرکتونو ته ورکول کېږي.

نوموړی له حکومته غواړي چې دغه ستونزې ته د حل لاره پیدا کړي، ځکه په دغه ولایت کې پر پانګونه خپل اغېز درلودلی شي.

XS
SM
MD
LG