د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳۱ غبرګولی ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۳۹

روان کال به د غنمو په حاصلاتو کې زیاتوالی راشي


په خوست کې سږ کال د غنمو حاصلات تر پخوا زیات شوي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په روان کال کې به د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه وړاندوینه ډېرو ورښتونو او په کروندګرو د بذري تخمونو وېشنې ته په پام سره کېږي.

د نوموړي په خبره وړاندوینه دا ده چې د غنمو حاصلات به سږ کال ۴،۵ میلیونه مټریک ټنه وي.

ښاغلی رستمي زیاتوي: "تېر کال له بده‌مرغه د وچکالیو له امله د غنمو په حاصلاتو کې موږ ۸۰۰ زره مټریک ټنه کموالی درلود، خو سږ کال وړاندوینه دا ده چې زموږ د تولیداتو کچه به ۴،۵ میلیونه مټریک ټنو ته ورسېږي."

نوموړی وايي چې تر اوسه چې په کومو ولایتونو کې حاصلات راټول شوي، زیاتوالی ښيي، د مثال په ډول په ننګرهار ولایت کې ۲۰ سلنه او په فراه ولایت کې ۳۰ سلنه د غنمو حاصلات زیات شوي دي.

د ښاغلي رستمي په خبره دې ته په پام سره به هېواد ته د غنمو واردات کم شي.

XS
SM
MD
LG