د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳۱ غبرګولی ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۲۳

چارواکي: د زابل دای‌چوپان ولسوالۍ بېرته افغان ځواکونو ونيوله


د افغانستان په نقشه کې د زابل ولایت

د زابل دای‌چوپان ولسوالۍ بېرته افغان ځواکونو ونيوله، دا خبره د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه یحیی علوي نن ازادي راډیو ته وکړه.

د علوي په خبره افغان پوځيانو له طالبانو سره سخته جګړه وکړه او وتوانېدل چې هغوی له یادې ولسوالۍ وباسي.

علوي وايي چې په جګړه کې ۴۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند زیاتوي چې دای‌چوپان ولسوالۍ ته تازه دمي ځانګړي ځواکونه رسېدلي او ولسوالۍ بېرته عادي حالت ته ګرځېدلې.

طالبانو د پوځ د دې تازه ادعا په اړه تر اوسه تبصره نه‌ده کړې.

XS
SM
MD
LG