په وروستیو کې د اروپا څو ښارونه د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ دغلته د مېشتو پښتنو او افغانانو د مظاهرو او لاریونونو شاهدان وو.
په اروپا کې د پښتون ژغورنې په ملاتړ د دې غونډو او لاریونونو فعالان وايي، هڅه کوي چې نړیوالو ته د پښتون ژغورنې غورځنګ غږ ورسوي، څو د پاکستان پر حکومت فشار راوړي چې د دې غورځنګ روا غوښتنې ومني.
په هغو فعالانو کې چې پهدې اعتراضونو کې برخه اخلي یوه هم لیمه شنسب ده.
لېمه په سویډن کې اوسېږي او د ژورنالیزم د پوهنتون لپاره په چمتووالي بوخته ده. تر څنګیې پښتو شاعري او لیکوالي هم کوي.
نوموړې همدارنګه په سویډن کې د کارګر ګوند غړې ده.
لېمه شنسب وايي، له هغې ورځې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پیل شوی له بېلابېلو لارو یې هڅه کړې چې دلته په اروپا کې د دې غورځنګ د غږ په رسولو کې همکاري وکړي.
نوموړې پهدې تړاو د اروپا په بېلابېلو ښارونو کې په غونډو او مظاهرو کې برخه اخلي، ویناوې کوي او د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو په اړه افغانانو او اروپایانو سره معلومات شریکوي.
- دا چې په اروپا کې د دې غورځنګ په ملاتړ غونډې او لاریونونو کې څوک برخه اخلي؟
- هدفیې څه دی؟
- او پښتون ژغورنې غورځنګ ته څومره ګټه رسولی شي؟
دا او ورته نورې پوښتنې د ازادي راډیو خبریال اجمل اند له لېمه شنسب څخه په یوې مرکې کې کړې دي.
دا مرکه دلته اورېدلی شئ: