د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۲۲

د کرکټ د ملي ټيم مشر: راشد خان اوس ښه دی


 د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم تکړه بالر راشد خان
د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم تکړه بالر راشد خان

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کیپتان ګلبدین نایب وايي چې د افغانستان تکړه بالر راشد خان چې پرون شنبه له نیوزیلنډ سره په مسابقه کې ژوبل شوی و، اوس ښه دی.

شل کلن راشد خان چې د نړۍ یو تر ټولو غوره بالر ګڼل کېږي، د بریتانیا په ټانټن لوبغالي کې له نیوزیلنډ سره په سیالۍ کې هغه مهال ژوبل شو چې بیټنګ یې کاوه او د نیوزیلنډي لوبغاړي لکي فرګوسن توپ یې پر سر ولګېد.

کیپتان ګلبدین نایب وايي چې راشد خان به د افغانستان په راتلونکې مسابقه کې ګډون وکړای شي.

راشد خان د ډاکتر په سپارښتنه توپ اچونه ونه کړه.

XS
SM
MD
LG