د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

په سوریه کې د تېرو دوو ورځو په جګړو کې لږ تر لږه ۱۶۸ کسان وژل شوي


د سوریې د جګړو د یوې سیمې انځور
د سوریې د جګړو د یوې سیمې انځور

په سوریه کې د یاغیانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د تېرو دوو ورځو په جګړو کې لږ تر لږه ۱۶۸ کسان وژل شوي دي.

په سوریه کې یو ځل بیا نښتو زور اخیستی، د سوریې د بشري حقونو د څار لندن مېشتې ډلې، په یوې خبرپاڼې کې ویلي، د شنبې په ورځ جهادي ډلو او یاغیانو د حما ولایت په څنډو کې پر حکومتي ځواکونو تازه بریدونه کړي دي.

دې ډلې ویلي چې یاغیانو پر حکومتي ځواکونو لسګونه توغندي ویشي او د چاودېدونکو موادو یو بار موټر سره یې پر حکومتي ځواکونو ځانمرګی برید کړی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، د شنبې د ورځې په نښتو کې د سوریې د حکومت لږ تر لږه ۳۷ سرتېري او ۲۸ یاغیان وژل شوي دي.

په وروستیو څو ورځو کې د سوریې د حما ایالت کلیوالي سیمې چې په تېر سپټمبر کې د رامنځته شوي غیر پوځي زون برخې دي، د دواړو خواوو ترمنځ د تودو جکړو شاهدې دي.

د سوریې د جګړو له سیمې د ځایي خلکو د تېښتې یو انځور
د سوریې د جګړو له سیمې د ځایي خلکو د تېښتې یو انځور

جرمني خبري اژانس په یو راپور کې وايي، د پنجشنبې په ورځ له القاعده شبکې سره تړلې د هیئت التحریر شام په نوم جهادي ډله د ترکیې له متحدو یاغیانو سره په سیمه کې پر حکومتي ځواکونو د لویې حملې لپاره یوځای شوه او له هغې را وروسته یې یو څه سیمې نیولي دي.

راپور زیاتوي، د دوی په ځواب کې د سوریې حکومتي ځواکونو او روسي متحدانو یې په حما او ادلیب ولایتونو کې د یاغیانو پر سیمو هوايي ګوزارونه کړي.

دا دواړه ولایتونه د سوریې په شمال لوېدیځ کې د یاغیانو وروستي پاخه سنګرونه ګڼل کېږي.

د سوریې دولتي خبري اژانس سانا ویلي، حکومتي ځواکونو د حما په کلیوالي سیمو کې د یاغیانو برید په شا تمبولی او هغوی ته یې په نامعلوم شمېر مرګ ژوبله اړولې ده.

سانا او د سوریې د څار ډلې دواړو راپور ورکړی چې د حما په شېزار ښارګوټي کې د شنبې په ورځ د یاغیانو د یوه توغندي لګېدو یو ملکي کس وژلی او درې نور ټپیان شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، درې تنه نور ملکیان پر ادلیب د حکومت په هوايي بمباریو کې وژل شوي دي.

د اپرېل میاشتې په ورستیو کې د سوریې ولسمشر بشار الاسد چې د روسيې د هوايي ځواک ملاتړ ورسره دی، په حما او ادلیب کې د یاغیانو پر ضد يه یو پراخ یرغل پیل وکړ.

په سوریه کې فعالان وايي، دې جګړې زرګونه خلک بې کوره او لږ تر لږه ۳۵۷ ملکیان ووژل.

د سوریې د چړو له امله بې کوره شوې کورنۍ
د سوریې د چړو له امله بې کوره شوې کورنۍ

بل خوا د سوریې د یاغیانو یوې ډلې ویلي، د سوریې د فوټبال یو پخوانی ګول کیپر عبدالباسط الساروت چې وروسته د حکومت ضد جنګیالی شوی و، په جګړه کې د اخیستو ټپونو له کبله ساه ورکړه.

الساروت چې په اړه یې جایزه ګټونکی مستند فلم هم جوړ شوی، د هغو لسګونو کسانو په ډله کې دی چې د پنجشنبې له ورځې راهیسې د ادلیب په جګړو کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG