د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۹

د زرمت اوسېدوونکي: مالیه ورکوو، معیاري مخابراتي خدمات غواړو!


ارشیف، د ځينو مخابراتي شبکو د پایو یو انځور
ارشیف، د ځينو مخابراتي شبکو د پایو یو انځور

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اوسېدوونکي د مخابراتي شبکو له خدماتو ناراضه دي او وایي چې څلور مخابراتي شبکې په یاده ولسوالۍ کې فعالې دي، خو خدمات یې په هېڅ حساب دي.

د دغې ولسوالۍ دوو تنو اوسېدونکو وویل:

"ام ټي ان شبکه ده چې په نوم ډانګه یې ولاړه ده، روشن شبکه ده خو د خبرو په وخت به له کوټې دباندې ورته وځي."

"نوم مې عبدالرحمن دی، زموږ په منطقه کې بیخي کار نه کوي، مریض راپېښ شي چې کلینیک، موټر یا بل چاته چې زنګ کوو، شبکې هېڅ کار نه کوي، له حکومته مو غوښتنه دا ده چې د شبکو انتظامات برابر کړي."

د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل، د اړتیا په وخت کې کله چې غواړي خبرې وکړي اړ دي چې له کوره دباندې لوړې غونډۍ ته پورته شي.

دوی دا هم وایي چې دولت ورڅخه په سلو کې لس سلنه افغانۍ مالیه ګرځوي، خو د مخابراتي شبکو له مسؤلینو د خدماتو د څرنګوالي پوښتنه نه کوي او ان دا چې د اتصالات شبکه د شپې له خوا کار نه کوي.

د زرمت د اوریاخېلو اوسېدونکی عبدالظاهر اوریاخېل وایي:

"د مخابراتو مطابق کومه مالیه چې ده، هغه دولت ته ورکوو، خو له مسؤلینو او مالکینو یې غواړو چې په زرمت کې خدمات خلکو ته ښه کړي."

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ رئیس ښاغلي عبدالله توتاخېل له ازادي راډيو سره په خبرو کې د زرمت ولسوالۍ په ګډون په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم د ورته ستونزې یادونه وکړه، خو ويې ویل چې د هغو شبکو له مسؤلینو سره یې خبرې کړي چې په خدماتو کې یې ستونزې شته او په نږدې راتلوونکي کې به هوارې شي.

ده زیاته کړه:

"په دې راتلوونکي اوونۍ کې به د ام ټي ان سایټ فعال او تري جي شي، ترڅو د زرمت د ولس د ام ټي ان ستونزې حل شي، د اتصالاتو خدمات هم د ځینو ستونزو له امله هلته قطع کېږي، البته زموږ د زرمت سایټ له پکتیکا او غزني سره لېنک لري، د هغې له خوا دا خدمات قطع کېږي، موږ هڅه کوو چې د پکتیا له خوا لېنک ورکړو."

د پکتیا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس عبدالله توتاخېل
د پکتیا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس عبدالله توتاخېل

عبدالله توتاخېل وړاندې وویل، سږ کال په پلان کې لري چې په زرمت کې د شته شبکو خدمات معیاري کړي او ترڅنګ یې د سلام مخابراتي شبکې خدمات هم پیل کړي.

ده وویل:

"موږ سږ کال پلان لرو چې هلته سلام سایټ هم جوړ کړو، د ام ټي ان کار خلاص دی او ژر به فعال شي."

د زرمت په شمول د پکتیا ولایت په یو شمېر نورو لسوالیو کې هم لکه لجه منګل، جانیخېل، ځاځي اریوب او ډنډپټان کې خلک د مخابراتي شبکو د خدماتو تر څنګ د انټرنټي خدماتو له کموالي هم سرټکوي، خو د پکتیا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست ډاډ ورکوي او وایي، په پکتیا کې د ټولو خدماتو د معیاري کولو او ستونزو د هواري لپاره ګڼ پلانونه لري چې سږکال به یې د مخابراتي شبکو د مسؤلینو سره په ګډه عملي کړي.

راپور: اصیل ځاځی

XS
SM
MD
LG