د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

د روسیې او امریکا جنګي بېړۍ نږدې ټکر شوې وای


یو بل ته د روسۍ او امریکایي کښتیو د نږدېوالي یو انځور
یو بل ته د روسۍ او امریکایي کښتیو د نږدېوالي یو انځور

امريکا او روسیې پر یو بل تور پورې کړی چې په فلپین سمندر کې يې جنګي بېړیو غیر مسلکي او خطرناک عمل کړی.

په داسې حال کې چې کشفي الوتکې معلومات ټولوي، ډېری وختونه د امریکا او روسیې الوتکې د دواړو هېوادونو له پولو سره په نږدې سیمو کې له یو بل سره نږدې تېرېږي.

خو دا کم سارې خبره ده چې په اوبو کې د دغو دواړو هېوادونو جنګي بېړۍ دې دومره یو بل ته نږدې شوي وي.

د پاسيفیک فلیټ (Pacific Fleet) په نوم د روسیې جنګي بيړۍ د جون په اوومه نېټه تور پورې کړ چې امریکايي (USS Chancellorsville) بېړۍ دومره نږدې ورغله چې ښايي ټکر يې کړی وای.

د امريکا لوري په يوه اعلاميه کې ويلي چې روسۍ جنګي بېړۍ په ناخوندي مانور سره امريکايي بېړۍ ته دومره نږدې ورغله چې د خپلې عملې او بېړۍ امنیت يې په خطر کې واچاوه.

اعلامیه زياتوي چې د دې ناخوندي عمل په نتيجه کې امريکايي چانسلرويل بېړۍ اړه شوه چې خپل ټول انجنونه د شاتګ په خاطر پر کار واچوي او د ټکر مخه ونيسي.

خو د روسیې بحري قواوو وویل چې چانسلرویل ناببره خپل لور بدل کړ او د روسي بېړۍ په پنځوس مترۍ کې مخې ته تېره شوه.

امریکايي بحري قواوو دا د روسیې پروپاګند بللی او ويلي يې دي چې روسي بېړۍ چانسلرویل ته له پنځلسو څخه تر دېرشو مترو پورې نږدې ورغله.

د امريکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شاناهان په ورجينيا ایالت کې د جمعې په ورځ خبریالانو ته وويل چې امريکا به په رسمي توګه روسیې ته په دې اړه شکايت وکړي.

د امريکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شاناهان
د امريکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شاناهان

ده زياته کړه:

"دې ناخوندي او غیر مسلکي چلند پرته له شکه زموږ ښځې او سړي له خطر سره مخامخ کړل، د دوی له مسلکيتوبه مننه چې هېڅ پېښه رامنځته نه شوه، زموږ پوځ به د دې عمل په نتيجه کې له روسي پوځ سره تماس ونيسي او بیا به زموږ ډيپلوماتیک ماموریت روسانو ته شکایت وکړي."

د امریکايي د بحري قواوو په خپرو کړو ويډیوګانو کې ښکاري چې دواړه بېړۍ یو بل ته نږدې په سرعت روانې دي.

دا پېښه درې ورځې وروسته له هغه ده چې په مدیترانې سمندرګي کې د امریکا بحري قواوو د روسیې پر (Su-35) الوتکو تور پورې کړ چې په ناخوندي توګه یې د یوې امريکايي الوتکې مخه نيولې وه.

واشنګټن او مسکو هغه مهال هم پر یو بل تورونه تبادله کړل.

امریکا ادعا کړې وه چې سوريې ته نږدې یوې روسۍ جنګي الوتکې د امریکا د یوې کشفي الوتکې مخه نیولې وه.

XS
SM
MD
LG