د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۹ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۲۷

د اوکراین ولسمشر: اروپایي ټولنه دې پر روسیې بندیزونه سخت کړي


د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي

د اوکراین نوي منتخب ولسمشر پرون له بروکسله د خپل دوه ورځني سفر په پای کې له اروپایي ټولنې وغوښتل چې پر روسیې بندیزونه سخت کړي.

ولادیمیر زیلینسکي د اروپایي ټولنې له مشر ډونالد ټوسک سره تر لیدو وروسته وویل چې په اوکراین کې د سولې لپاره پکار ده چې پر روسیې بندیزونه سخت شي.

زیلینسکي اروپا ته خپل سفر مهم وباله او ویې ویل:

"زما لپاره دا ډېره مهمه او سېمبولیکه ده چې بروکسل ته په خپل لومړي بهرني سفر کې د اروپایي ټولنې موسسات وګورم."

د اروپایي ټولنې مشر ډونالد توسک وویل چې زیلینسکي په دې سفر کې یو پیاوړی او مهم پیغام ورکړ.

وروسته تر دې چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه او د اوکراین په ختیځ کې یې د بېلتون غوښتونکو ملاتړ وکړ، اروپایي ټولنې پر دغه هېواد یو لړ بندیزونه ولګول.

د اوکراین د جګړو پرمهال تر اوسه نږدې دیارلس زره کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG